د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسراییلي مېشت ځایونو خلاف پرېکړه لیک تصویب کړ

اسراییل

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، اسراییلو له عرب، اسراییل جګړې راوروسته سلګونه نوې مېنې ودانې کړې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اردن لوېدیځ کې د اسراییلو له لوري د غیر قانوني مېشت ځایونو ودانولو خلاف پرېکړه لیک تصویب کړ.

د امنیت شورا ۱۵ غړو هېوادونو نه ۱۴ د دغه پرېکړه لیک د تایید لپاره رایې ورکړې، خو امریکا له رایې ورکولو ډډه وکړه، البته امریکا متحدو ایالتونو د دغه پرېکړه لیک د وېټو کولو لپاره رایې نه ده کاروولې.

له دې مخکې امریکا دغه ډول پرېکړه لیکونه وېټو کړي دي، خو اوس د ولسمشر باراک اوباما ادارې دودیزه پالیسي پرې ایښې او دغه پرېکړه لیک تصویب شو.

دغه پرېکړه لیک د مصر له لوري وړاندې شوی و، خو دا وروستیو ورځو کې مصر د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مداخلې وروسته د دغه قرارداد وړاندې کول ځنډولي و.

له هغه وروسته د امنیت شورا نورو غړو هېوادونو نیوزلنډ، سینیګال، وینزویلا او مالیزیا دغه پرېکړه لیک بیا وړاندې کړ او په تصویب کې یې مهم رول درلود.

اردن لوېدېځ کې د یهودانو لپاره د اسراییل له لوري د مېشت ځایونو ودانول د فلسطینیانو او اسراییلو تر منځ خورا ناندریزه موضوع ده، چې په سیمه کې د سولې او ثبات پر وړاندې یو خنډ بلل کېږي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د اسراییلو له لوري د مېشت ځایونو ودانول غیرقانوني بلل شوي دي. د امنیت شورا تر څنګ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې، د عدالت نړیوالې محکمې او نړیوال سره سلیب هم دغه مېشت ځایونه غیرقانوني بللي دي.

اسراییل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د متحدو ایالتونو ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مداخلې وروسته مصر دغه پرېکړه لیک ځنډولی و

د ۱۹۶۷ کال له عرب، اسراییل جګړې راوروسته اسراییلو د اردن په لوېدېځ او ختیځ یروشلم کې نژدې ۱۴۰ ښارګوټي ودان کړي، چې نژدې ۵۰۰ زره یهودان په کې مېشت دي.

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې سمانتها پاور وايي، دغه پرېکړه لیک ځمکني واقعیتونه ښيي، چې د ښارګوټو ودانونو کچه په ډېرېدو ده. د نوموړې په خبره د ښارګوټو مسالې دومره ناوړه بڼه غوره کړې، چې دا اوس د دوو دولتونو د حل لپاره یوه خطر دی.

هغې پر اسراییلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو نیوکه وکړه، وايي: هېڅوک نه شي کولای د ښارګوټو ډېرولو او د دوو دولتونو حل په یوه ځای نه شي ساتلای.

نوموړې زیاته کړه، چې امریکا ځکه د پرېکړه لیک تایید لپاره رایې و نه کاروله، چې 'پام یې په محدود ډول ' پر ښارګوټو ورټول دی.