وروستیو څلورو لسیزو کې امریکا کې د اعدام ترټولو ټیټه کچه

د عکس سرچینه، AP
یوه نوې څېړنه ښيي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې چې څو ورځو کې پایته رسېږي، په متحده ایالتونو کې د اعدام سزا شمېره په وروستیو څلوېښتو کلونو کې ترټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.
څلوېښت کاله وړاندې د امریکا سترې محکمې تر څلور کلنې وقفې وروسته ۱۹۷۶ کې د اعدام سزا بېرته قضایي نظام ته وګرځوله.
اوس امریکا کې "د اعدام په اړه د اطلاعاتو مرکز" د ارزونو له مخې؛ د ۲۰۱۶ کال په اوږدو کې د اعدام ۳۰ حکمونه صادر شوي او ۲۰ مورده یې عملي شوي دي. دا ۲۰ اعدامونه په جورجیا، ټکساس، الاباما، فلوریډا او میزوري ایالتونو کې ترسره شوي دي.
دا په وروستیو دوو لسیزو کې دغې سزا ته د لېوالتیا کموالي بهیر په لړ کې شوي.
د اعدام په اړه د اطلاعاتو مرکز ارزونه ښيي؛ نه یوازې د امریکا په ډېرو ایالتونو کې اعدام کم شوی یا درول شوی، بلکې منصفه پلاویو او قاضیانو هم د اعدام لږ حکمونه صادر کړي دي.
دغه مرکز په رسمي ډول د اعدام پرضد دریځ نه اخلي، خو فعالیتونه یې ددې سزا پرضد ګڼل کېږي.
د امریکا محاکمو ته په ۱۹۷۶ کال کې د اعدام سزا بېرته ورګرځېدو وروسته، د دوو لسیزو لپاره ددغې سزا شمېره په لوړېدو وه، خو په وروستیو دوو لسیزو کې سرچپه شوې او مخ پر زوړ ده.
د امریکا په ځینو ایالتونو کې په اعدام کې وقفه کېدای شي د اعدامولو لپاره د مجازو موادو برابرولو کې د ستونزې له امله وي.
د درمل جوړونې ډېر شرکتونه، نور د پیچکارۍ له لارې اعدام لپاره لازم مواد نه خرڅوي او اروپایي ټولنې هم له ۲۰۱۱ کال راهیسې پر امریکا ددغو موادو پلورل منع کړي دي.
همداراز د محاکمې د تجدید یا د تورنو کسانو سپین خېژولو لپاره قانوني ننګونې، د اعدام ځینې صادر شوي حکونه کولی شي څو لسیزې وځنډوي.
له اعدام نه د ملاتړ کمېدل
وړاندې د پیو موسسه دې پایلې ته رسېدلې وه چې په وروستیو ۴۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره امریکا کې د اعدام ملاتړو اکثریت له لاسه ورکړی دی.
دوه لسیزې وړاندې، نژدې ۸۰ سلنه امریکایانو د اعدام له سزا ملاتړ کاوه.
کلیفورنیا کې د برېکلي پوهنتون د حقوقو استاد فرانک زیمرېنګ چې د اعدام سزا په برخه کې تخصص لري وایي؛ د وکیل ګومارلو او نورو حقوقي کارونو لګښت د زندان ساتونکو په پرتله ډېر لوړ دی او دا لامل شوی چې د اعدام سزا د ډېرو ایالتونو لپاره د بند تر سزا ګران پرېوزي.
دی وایي؛ د اعدام لوړ لګښت او ورسره ددې سزا له اغېزې لږه ډاډمنتیا لامل شوې چې اعدام ته لېوالتیا کمه شي.
خو بلخوا د نیویارک د حقوقو پوهنځي استاد رابرټ بلکر چې د اعدام سزا ملاتړی دی وایي؛ نور شواهد ښيي چې اکثره امریکایان لا هم د اعدام سزا ملاتړ کوي.
امریکا کې د سږکال ولسمشریزو ټاکنو ترڅنګ، درېیو ایالتونو کې د اعدام سزا په تړاو ټولپوښتنې ترسره شوې چې درېواړو ایالتونو کې ددغې سزا ملاتړي په لږ توپیر ګټونکي شول.
په نبراسکا کې رایه ورکوونکو د اعدام ګرځېدو ته رایه ورکړه؛ کلیفورنیا کې رایه ورکړل شوه چې د اعدام لغو کولو پرځای یې د عملي کولو بهیر چټک کړي او په اوکلاهاما کې یې ددغه ایالت نوي تفسیر ته رایه ورکړه چې د اعدام سزا ساتي.

د عکس سرچینه، Scott Eisen








