کراچۍ: په هوټل کې لګېدلي اور ۱۱ کسان ووژل

د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان د تر ټولو ستر سوداګریز ښار کراچۍ په یوه هوټل کې د دوشنبې په ورځ اور ۱۱ کسان ووژل او ۷۴ نور یې ټپیان کړل.
د لومړنیو معلوماتو له مخې اور د لاندني پوړ پخلنځي کې لګېدلی او وروسته شپږ پوړونو ته رسېدلی دی.
په سیمه کې ځايي چارواکي وايي، ټپیان یې جناح روغتون ته لېږدولي دي.
دغه روغتون هم د مړو او ټپیانو د شمېر په خپرولو سره ویلي چې په وژل شویو کې څلور مېرمنې هم دي.
مرستندویه سرچینې وايي، د پېښې ځای ته یې مرستې رسولې او اوس یې اور بشپړ کنټرول کړی دی.
چارواکي دا هم وايي، چې سهار وختي د لګېدلي اور له امله د هوټل په ودانۍ کې لوګي د اور وژنې د ادارې چارې هم له ستونزو سره مخ کړې وې.
د سیند ایالت سروزیر مراد علي شاه د ښار په ټولو هوټلونو او ودانیو کې د بېړنیو دروازو او اور وژنې لپاره د تیاري د څېړنې غوښتنه هم کړې ده.
ځايي تلوېزیونونه د پېښې داسې انځورونه هم ښيي چې څو مېلمانه د هوټل په مختلفو پوړونو کې له کړکیو نه په رجایانو کې بهر کېږي.

د عکس سرچینه، Shakil Adil








