
د پاکستان صدراعظم راجا پروېز اشرف پر دغو پېښو خواشيني ښودلې او هغه يې غملړلي بللې دي.
د پاکستان په تر ټولو لوى ښار کراچۍ کې د جامو جوړولو په يوه کارخانه کې د اور لگېدا له امله د وژل شويو کسانو شمېره ٣٠٠ ته نژدې ښوول شوي دي.
اور د سې شنبې په ماښام( د سپتمبر ١١) لگېدلى و خو د چارشنبې ماپىښين کابو شو.
د کراچۍ د روغتونونو چارواکي وايي ډېر کسان د لوگي له امله نه دې توانېدلي چې ساه واخلي او مړۀ شوي دي.
په دغه درې پوړيزه ودانۍ کې د بېړنيو شرايطو لپاره ځانگړې دروازه نه وه او ځينو کسانو له درېيم پوړ څخه ځانونه لاندې غورځولي دي.
دا لا جوته نه ده چې د اور لگېدا پر وخت په دغه ودانۍ کې ټول څومره کسان وو خو ځينې وايي چې تر ٣٠٠ ډير کسان هغه وخت په کارخانه کې وو.
د روغتون مسوولين وايي ډېر مړي د پېژندلو نه دي خو په کراچۍ چارواکي وايي د ډي اين اې له لارې به هڅه وکړي چې مړي وپېژني.
ډېرى ټپيان هغه دي چې ځانونه يې له ودانۍ راغورځولي وو.
د فابريکې ځينې کړکۍ په اوسپنيزو سيخانو بندې وې.
د سند ايالت والي د چارشنبې ورځ د ویر بللې او رخصتي يې اعلان کړې ده.
پوليسو د کارخانې د څښتنانو پر ضد دوسيه ثبت کړې او لوړ پوړو چارواکو د پلټنو لارښوونه يې کړې ده.
اور وژونکي وايي د اوبو لپاره اوږدۀ مزله ته اړ وو له همدې امله هم پر اور ژر کابو کېدل ممکن نه وو.
د محمد صابر په نامه يوه تن چې د اکا زوى يې په اور کې سوى او وروسته په روغتون کې مړ شوى، رسنيو ته وويل کله چې اور پيل شو، نو د تېښتې لارې بندې شوې.
بلال احمد د سيمې يو بل اوسېدونکى دى چې له اور نه يې د خلکو په ژغورلو کې مرسته کړې وه. دى وايي:
''موږ د فابريکې پر ديوال ورواوښتو، خلک بې سده پر ځمکه پراته وو. وار دواره ژغورونکو ډلو يو- دوه تنه ورسره و ايستل. وروسته موږ څلور پنځه تنه ورو ورو ورننه وتو او ډېر خلک مو را وايستل.''
د پاکستان صدراعظم راجا پروېز اشرف پر دغو پېښو خواشيني ښودلې او هغه يې غملړلي بللې دي.













