"د سوېلي سودان پروړاندې د نړیوالې ټولنې کوټلي ګامونو اړتیا ده"

د عکس سرچینه، AFP
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا وايي؛ د سوېلي سودان په ټولو سیمو کې لوږه، د کلیو سوځول او جنسي تیری د جګړې د یوې وسلې په توګه کارول شوي دي.
په سویلي سودان کې د توکم وژنې د پیښو د څېړنې لپاره ددرې کسانو په غړیتوب یوه کمیټه د راون کال په سر کې ټاکل شوې وه. دغې کمیټې په وروستیو کې له سویلي سودانه لس ورځنۍ لیدنه بشپړه کړې ده.
د سویلي سودان ولسمشر سلوا کایر دغه ادعاوې په کلکه رد کړي، خو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسیون مشره یاسمین سوکا وايي؛ اړ تیا ده چې نړیواله ټولنه کوټلي ګامونه پورته کړي.
مېرمن سوکا ویلی؛ د جوت اغېز لپاره باید یو نړیواله ټولنه سوېلي سودان ته د وسلو پر صادراتو او نور هدفي بندیزونه ولګوي او د جنایتونو لپاره ځانګړې محکمه رامنځته کړي.
"فکر کوم کله چې دغه وسایل ولرئ نو بیا به وکولی شئ چې مشرتابه سولې ته اړ کړئ او په دې سره به بې وسلې کولو ته لاره هواره شي."
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون په خبرپاڼه کې ویلي؛ د سویلي سودان وروستۍ پيښې په ۱۹۹۴ کال کې د رواندا په څېر وضعیت ته لاره هواروي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ددغه کال په درېیو میاشتو کې ۸۰۰ زره کسان ووژل شول چې اکثره یې د توتسي او هوتو له قبیلو و.
په سویلي سودان کې د روانې شخړې له امله دوه اعشاریه دوه ملیونه کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.
دا جګړې په ۲۰۱۳ کال کې یواځې دوه کاله وروسته له هغه پیل شوې چې سویلي سودان د یوه خپلواک هېواد په توګه رامنځته شو، ولسمشر کابینه ړنګه کړه او خپل مرستیال ریک مچار یې په کودتا کولو تورن کړ.
دواړه لوري په ۲۰۱۴ کال کې سولې ته چمتو شول، یو کال وروسته د سولې هوکړه لاسلیک شوه.
د روان کال په اپریل میاشت کې و چې ښاغلی مچار د ولسمشر لومړی مرستیال وټاکل شو او په کابینه کې برخه ورکړل شوه، خو د شخړو په بیا پیل سره څو میاشتې وروسته بیا له دندې ګوښه کړل شو.








