پاکستان: افغانستان کې د سولې لپاره تل رول لوبولو ته تیار یو

پاکستان

د عکس سرچینه، Huw Evans picture agency

د عکس تشریح، د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د اسیا زړه کانفرنس کې ګډون کوي.
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

پاکستان وايي، سره له دې چې له هند سره يې اړیکي ښه نه دي، خو بیا به هم د افغانستان په خاطر یو پلاوی ؛د اسیا زړه کانفرنس؛ کې د ګډون لپاره هند ته واستوي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا د پنجشنبې په ورځ په اونیزه خبري غونډه کې وویل، پاکستان به تل په افغانستان کې د سولې او ټيکاو لپاره خپل هر ممکن رول لوبوي او د همدې لپاره به په هند کې د اسیا زړه کنفرانس کې هم ګډون کوي.

د دغه کنفرانس راتلونکې دوه ورځنۍ غونډه یکشنبه پېلېږي، چې افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني او د هند لومړی وزیر نریندرا مودي هم پکې ګډون کوي.

د نفس زکریا په خبره، له دې سره چې هند په اسلام اباد کې د سوېلي اسیا هېوادونو د همکارۍ یا سارک سرمشریزه کې ګډون ونه کړ، خو پاکستان د اسیا زړه کانفرنس کې ګډون کوي.

د هند له پرېکړې وروسته نورو څنګلوریو هېوادونو هم په هغه غونډه له ګډون انکار وکړ، چې ور سره په اسلام اباد کې جوړېدونکې سارک سرمشریزه وځنډېده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا وویل، د افغانستان اجراييه رييس عبدالله عبدالله به دغه هېواد ته سفر وکړي خو دا يې ونه ویل، چې نوموړی به په کومه نېټه اسلام اباد ته لاړ شي.

نفیس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نفیس زکریا وايي، پاکستان په افغان سوله کې خپل رول لوبولو ته تیار دی.

تردې مخکې د ۲۰۱۶م عیسوي کال په اپرېل مياشت کې په کابل کې تر خونړي ځانمرګي برید وروسته ډاکټر عبدالله عبدالله پاکستان ته خپل سفر ځنډولی و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، په افغانستان کې د سولې لپاره د څلور هېوادي غونډو د یوه غړي په حیث که ورته کله هم د کوم رول لوبولو په هکله وویل شول، دوی به تیار وي.

نفیس زکریا د هند او پاکستان ترمنځ اوسنیو اړیکو ته په پام سره زیاته کړه، چې اسلام اباد له نوي ډېلي سره ټولې لانجې د خبرو له لارې هوارول غواړي، خو د دې په ځواب کې هند تل له دوی سره له خبرو کولو انکار کړی.

هند د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغې ادعا په تړاو لاهم څه نه دي ويلي.

د اسیا زړه کنفرانس چې د ۲۰۱۱م عیسوي کال په نومبر کې جوړ شوی، موخه يې په افغانستان کې سوله او د دغه هېواد له څنګلوریو ګاوندیانو سره اړیکي دي، چې پکې د ترهګرۍ، نشه يي توکو، نېستۍ او توندلارۍ د له منځه وړلو لپاره لارې چارې لټول کېږي.