د طالبانو پلاوی پاکستان ته ولې تللی و؟

د عکس سرچینه، AFP
- Author, طاهرخان
- دنده, خبریال او شنونکی
تېره اونۍ چې د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، اسلام اباد ته ددوی د قطر سیاسي دفتر درېیو مشرانو د ورتګ هدف پاکستاني چارواکو سره د "افغان کډوالو" په تړاو خبرې اترې وې، نو ګرانه وه چې باور پرې وشي، ځکه دوحه کې د طالبانو دفتر بنسټیز رول د سیاسي خبرو مخته وړل دي.
پاکستان کې د افغان کډوالو مسئله لا دومره پېچلې نه ده چې د طالبانو سیاسي مذاکره کوونکي اړ شي پر سر یې خبرو لپاره اسلام اباد ته راشي.
پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو سره په ناسم چلند کې د پام وړ کموالی راغلی او پاکستاني چارواکو د هغوی د اوسېدو موده د ۲۰۱۷ کال تر مارچ پورې غځولې ده. خبره یوازې دا نه ده، بلکې افغان کډوال په داوطلب ډول هم بېرته خپل هېواد ته ګرځي.
یو شمېر طالب مشرانو سره د واټس اپ، ایمېل، ټېلفون او فیسبوک په ګډون بېلابېلو وسیلو له لارې خبرو په ترڅ څرګنده شوه چې اسلام اباد ته د طالبانو سیاسي دفتر مهمو مشرانو مولوي شهاب الدین دلاور، مولوي سلام حنفي او مولوي جان محمد ورتګ اصلي موخه د سولې مذاکراتو په تړاو پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې دي.
پر پاکستان د غرب او په ځانګړې توګه امریکا لخوا ورځ تربلې فشار ډېرېږي او سږکال اګست کې پاکستان ته د ۳۰۰ میلیون ډالرو پوځي مرستې درولو یا تر هغې وړاندې اپرېل کې د اتو ایف - ۱۶ جنګي الوتکو خرڅلاو ځنډولو په څېر پرېکړو لامل د حقاني شبکې پروړاندې ګام نه پورته کول و.
اوسمهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې دومره خرابې دي چې افغانستان اعلان کړی په نومبر میاشت کې اسلام اباد کې د سارک جوړېدونکې غونډې کې ګډون نه کوي. هند تردې وړاندې پریکون کړی و چې ورپسې په نومبر کې ترسره کېدونکی دغه کنفرانس وځنډول شو.
دلته افغانستان هم وخت غنیمت وباله او پاکستان یې زړه تش کړ. تورخم کې د افغانستان اتباعو ته د پاسپورټ او ویزې شرط رامنځته کولو او کډوالو سره سلوک هم د افغانستان د نارضایتي لامل شوي، خو د ترینګلتیا اصلي علت د سولې خبرو مېز ته د طالبانو راوستلو مسئله ده.
د افغانستان ډيپلوماتان وایي؛ له اسلام اباد نه دوی دوه بنسټیزې غوښتنې لري. د خبرو مېز ته د طالبانو راوستل او که دا ډله ترې انکار کوي نو پروړاندې یې ګام پورته کول ترڅو ونشي کولی افغانستان کې بریدونه وکړي.

د عکس سرچینه، AFP
لومړي وزیر نواز شریف او نورو پاکستان چارواکو په وار، وار څرګنده کړې چې پاکستان نشي کولی طالبان هم مهاله د خبرو مېز ته راکاږي او هم یې پروړاندې ګام پورته کړي.
یوه طالب مشر چې د قطر دفتر د سیاسي مذاکره کوونکو د سفر له جزییاتو لږ څه خبر دی وایي؛ قطر کې د طالبانو او د افغانستان دولت ترمنځ د "غیررسمي" ناستې معلوماتو خپرېدو وروسته طالبانو ته اسلام اباد ته د راتګ اړتیا پېښه شوه.
دغه طالب مشر زیاته کړه؛ پاکستان ددغه سفر په لړ کې هغوی ته "ښکاره پیغام ورکړ چې یا خو دې د سولې خبرې وکړي او یا دې هم له پاکستانه ووځي."
د قطر دفتر درېیو مذاکره کوونکو سربېره پاکستاني چارواکو دا پیغام د طالبانو درېیو نورو مذاکره کوونکو ملا عباس، مولوي سعد او مولوي یحیی ته هم ورکړ.
مولوي یحیی تېر کال په مري کې د طالبانو او د افغانستان دولت ترمنځ خبرو کې د طالبانو ډلې غړي په توګه ټاکل شوی و، خو وروسته چې حاجي ابراهیم حقاني پلاوي کې شامل شو نو دده نوم ترې وویستل شو.
ابراهیم حقاني د طالبانو د نوي مرستیال سراج الدین حقاني تره دی.
داسې ښکاري چې ښایي پاکستان اوس د طالبانو پروړاندې دریځ سختوي او د طالبانو رهبرۍ شورا غړي مولوي احمد الله عرف ثاني په ګډون د څلورو طالب مشرانو نیول کېدو په تړاو هم داسې فکر کېږي چې دا د طالبانو لپاره یو پیغام دی.

د عکس سرچینه، AFP
د مولوي ثاني په اړه ویل کېږی چې ښایي د هغو طالبانو له ډلې وي چې د خبرو اترو ډېر پلوی نه دی.
د طالبانو د مشرانو نیول کېدو سره د هغوی ترمنځ اندېښنه راپیدا شوې او همدا اندېښنه هم کېدای شي اسلام اباد ته د قطر پلاوي د اوسني سفر یو لامل وي.
طالب مشرانو سره د غیررسمي خبرو په لړ کې دا خبره جوتېږي چې طالبانو کې د سولې خبرو اترو په تړاو ملاتړ په ډېرېدو دی، ځکه چې افغانستان کې د جګړې ډېر زیان د بهرنیانو پرځای پخپله د افغانستان خلکو ته اوړي.
د اسلامي دولت ډېرېدونکی خطر او د افغانستان له دولت سره د حزب اسلامي د سولې تړون هم ښایي د خبرو مېز ته د طالبانو راوستلو کې رول ولوبولی شي.
افغانستان کې خو هسې هم د جګړې موسم په پایته رسېدو دی او د ژمي فصل پیلېدو سره د سولې خبرو اترو په تړاو د یوه اندازه پرمختګ تمه هم کېدای شي.








