د کاسټرو پر مړينه غبرګونونه، ټرمپ د کيوبا انقلاب مشر "ظالم ديکتاتور" بللی

د عکس سرچینه، AFP
د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د کيوبا د انقلاب مشر فېډل کاسټرو يو "ظالم ديکتاتور" بللی چې د ده په وينا لسګونه کلونه يې خپل خلک "ځپلي" وو.
ښاغلي ټرمپ زياته کړې، د کيوبا پخواني مشر "بېوزلي" په ميراث پرېښودلې او د خپل هېواد خلک يې له "لومړنيو بشري حقونو محروم" کړي وو.
د کيوبا پخوانی ولسمشر او د کمونيستي انقلاب مشر فېډل کاسټرو د نومبر پر ۲۵ د ۹۰ کلو په عمر ومړ.
فېډل کاسټرو د ۱۹۵۹ کال له انقلاب وروسته د کیوبا ولسمشر و او د نژدې نیمې پيړۍ لپاره یې د کیوبا مشري وکړه، ترڅو چې په ۲۰۰۸ کال کې یې واک خپل ورور راول کاسټرو ته پرېښود.
ښاغلي ټرمپ د ټاکنو د کمپاين پر مهال څو ځله ويلي وو، چې له کيوبا سره د اړيکو د عادي کولو پروسه به بندوي.
د نړۍ يو شمېر نورو مشرانو هم د فېډل کاسټرو پر مړينه غبرګونونه ښودلي دي. ډېری مشرانو نوموړی د دې پېړۍ يو له نامتو کسانو څخه بللی دی. په همدې حال کې يو شمېر امريکا مېشتو کيوبايانو د نوموړي پر مړينه خوښي څرګنده کړې او له خوشالۍ لارو کوڅو ته راوتلي وو.

د عکس سرچینه، AP
د امريکا ولسمشر بارک اوباما په خپله خبرپاڼه کې د فېډل کاسټرو د مړينې له امله د ده له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
ښاغلي اوباما په دغه خبرپاڼه کې ويلي، "تاريخ به د کاسټرو اغېز ثبت کړي او په دې اړه به خپل قضاوت وکړي. همدا ډول نوموړي ويلي امريکا د کيوبا خلکو ته د خپلې دوستۍ لاسونه وړاندې کوي.
د فېډل کاسټرو د واکمنۍ پر مهال د کيوبا او امریکا تر منځ اړيکي نه وو او کيوبا د امریکا دښمن بلل کېده. په وروستيو کلونو کې دواړو هېوادونو د اړيکو ښه کولو لپاره ګڼې هڅې وکړې.
د کاناډا لومړي وزير جسټېن ټروډو، فېډل کاسټرو يو ځانګړی مشر وباله. ښاغلي ټروډو او مېرمنې يې د فېډل کاسټرو له کورنۍ او مينه والو سره خواخوږي څرګنده کړه.
د روسيې ولسمشر ولاديمپر پوتين نوموړی د پېر سمبول یاد کړی او هغه يې د روسيې باوري او دروند ملګری بللی دی.
د ايران ولسمشر حسن روحاني د کيوبا ولسمشر راول کاسټرو ته په استولي پيغام کې تسليت وړاندې کړی او د فېډل کاسټرو پر مړينه يې خواشيني څرګنده کړې.
د چين ولسمشر شي جېنپېګ بيا وايي، د چين ولس خوږ او ريښتينی ملګری له لاسه وکړ.
د هند لومړي وزير نريندار مودي فېډل کاسټرو د ۲۰ مې پېړۍ يوه تر ټولو "افسانوي څېره" بللې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جنوبي افريقا ولسمشر جاکوب زوما وويل، فېډل کاسټرو د نړۍ په لروبر کې د مظلومو ولسونو مبارز پاتې شوی دی.
د واتيکان مذبي مشر پاپ فرانسيس، د کاسټرو د مړيني خبر خواشينوونکی بللی دی. نوموړي په ۲۰۱۵ کال کې د کيوبا د سفر پر مهال له فېډل کاسټرو سره ليدلي وو.
د پخواني شوروي اتحاد پخواني ولسمشر ميخايل ګورباچف کاسټرو داسې مشر بللی چې کيوبا يې د ازادی پر لور پر مخ بوتله.
د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير بارېس جانسن ويلي، د فېډل کاسټرو د مړينې له امله د بريتانيا خلک د کيوبا خلکو او د کاسټرو کورنۍ ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.
بله خوا په کيوبا او هاوانا کې د ښاغلي کاسټرو يو شمېر سیاسي مخالفينو د ده پر مړينه خوښي څرګنده کړې او لارو کوڅو ته راوتلي وو او د کيوبا او امريکا بيراغونه يې رپول.

د عکس سرچینه، Getty Images
همدا ډول په امریکا کې مېشتې د کاسټرو د بلې مخالفې ډلې د کيوبا ديموکراتيک مدیريت مشر وايي "زه افسوس کوم چې دې جنايتکار سره په يوه محکمه کې هم د ټولو هغه جرمونو په اړه حساب ونشو چې د خپلو خلکو پرضد يې ترسره کړي. "
نوموړی وايي "دا يو داسې کس دی چې د نه زغم او د خپلې کورنۍ تر مشرۍ لاندې ټولواکي يې په ميراث پرېښوده."











