د کیوبا پخوانی ولسمشر فېډل کاسټرو مړ شو

د ویډیو تشریح، فېډل کاسټرو په ۲۰۰۸ کال کې خپل ورور راول کاسټرو ته واک وسپاري

د کیوبا ولسمشر راول کاسټرو وايي، د ده ورور، پخوانی ولسمشر او د کمونیستي انقلاب مشر په ۹۰ کلنۍ کې مړ شوی دی.

"د کیوبا د انقلاب مشر نن شنبه د نومبر ۲۶مه مړ شوی دی".

ټاکل شوې چې نن د نوموړي مړی وسوځول شي.

په کیوبا کې څو ورځې ملي ماتم اعلان شوی دی.

فېډل کاسټرو وړاندې تردې چې په ۲۰۰۸ کال کې خپل ورور راول کاسټرو ته واک ولېږدوي، د نژدې نیمې پېړۍ لپاره په یوه ګوندیز حکومت د کیوبا مشري وکړه.

د کاسټرو ملاتړي نوموړی د داسې یوه شخص په توګه ستايي چې کیوبا یې بېرته خلکو ته وګرځوله.

خو مخالفین یې هغه تورنوي چې سیاسي مخالفین یې په ډېرې بې رحمۍ ځپلي دي.

فېډل کاسټرو په ۲۰۰۶ کال د ناروغۍ له کبله ګام په ګام خپل ورور( اوسني ولسمشر راول کاسټرو) ته واک لېږدول پیل کړ او په ۲۰۰۸ کال یې په رسمي توګه د خپل تقاعد اعلان وکړ او واک یې کشر ۸۳ کلن ورور راول کاسټرو ته وسپاره.

د فېدل کاسټرو وصیت

کاسټرو او نجیب

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، پخواني ولسمشر ډاکټر نجیبب الله په ۱۹۸۸م کال کې کیوبا ته سفر وکړ چې کاسټرو یې تود هر کلی وکړ.

په تېر اپرېل کې فېډل کاسټرو د کمونېست ګوند د کانګرېس په وروستۍ ورځ نادره وینا وکړه.

هغه وویل، زړبوډن ته رسېدلی، خو د کیبوبا کمونېستي تصور لا هم ارزښتناک دی او د کیوبا خلک به "سوبمن" وي.

دغه پخواني ولسمشر وویل، "زه به ژر 90 کلن شم"، او زیاته یې کړه "دا هغه څه و چې ما یې هیڅکله هم تصور نه و کړی"

فېډل کاسټرو خپل نږدې راتلونکي مرګ ته هم اشاره وکړه "ډېر ژر به د نورو ټولو په شان شم" پسې اوږده یې کړه." دا په موږ ټولو باید راشي"

د افغانستان په تړاو د کاسټرو نظر

فېډل کاسټرو د ۲۰۰۹ کال اګسټ کې د افغان جګړې د سختولو لپاره د امریکا پر ولسمشر بارک اوباما نیوکه وکړه.

نوموړي په یوه لیکنه کې چې کیوبا ډیبټ وېبپاڼې( دې ویبپاڼې د نړیوالو چارو په اړه د کاسټرو لیکنې خپرولې) خپره کړه ویلي و:

"دا ستراتیژي یوه تېروتنه ده چې له عراق ځواکونه اېستل کېږی او افغانستان ته استول کېږي شوروي هم دلته له پښو وغورځېد".

پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجیب په یوګوسلاویا کې د سیمه ییزو او وروسته پاتې هېوادونو په غونډه کې له فېډل کاسټرو سره لیدلي و.

ډاکټر نجیبب الله په ۱۹۸۸م کال کیوبا ته هم سفر وکړ چې کاسټرو یې تود هر کلی وکړ..

کاسټرو څنګه واکمن شو

منډېلا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کاسټرو او د سوېلي افریقا پخوانی مشر نېلس منډېلا

فېډل کاسټرو د هغه اوښتون (انقلاب) قومندان و، چې په ۱۹۵۹ کال یې په کیوبا کې باتیستا رژیم و پرځاوه او د لومړي وزیر څوکۍ واک یې خپل کړ.

فېډل کاسټرو په ۱۹۶۵ کال د کیوبا کمونېست ګوند سرمنشي شو او په ۱۹۷۶ کال یې د خپل هېواد د دولیتي جرګه ګۍ ریاست ـ ولسمشرۍـ چارې هم په خپل واک کې واخیستې.

نوموړي په ۲۰۱۱ کال له خپلې وروستۍ دندې( د کمونېست ګوند سرمنشيتوب) استعفا ور کړه.

د فېډل کاسټرو مهمې ژوند پېښې

۱۹۲۶: د کیوبا په جنوب ختیز ولایت اورینټا کې وزېږېد.

۱۹۵۳: د بتیستا رژیم په ضد د ناکام پاڅون د مشرۍ له امله بندي شو.

۱۹۵۵ : د بښنې تړون له مخې له بند خوشی شو.

۱۹۵۶ : له چیګ وارا سره یې په ګډه د حکومت ضد چریکي جګړه پیل کړه.

۱۹۵۹ : بتیستا رژیم یې مات کړ او د کیوبا د لومړي وزیر په توګه یې لوړه وکړه.

۱۹۶۰ : د سي ای اې ملاتړ لرونکي خلیج( گونتنامو) د "خوګانو یرغل" سره وجنګېد، چې جلا وطنه کیوبایان پکې ښکېل و.

۱۹۶۲ : پخواني شوروي ته په کیوبا کې د اټومي توغندیو د لګولو پرېکړې یې د کیوبا توغندیو جنجال را پورته کړ.

۱۹۷۶ : د کیوبا ملی جرګې ولسمشر وټاکه.

۱۹۹۲ له متحده ایالتونو سره یې پر کیوبايي کډوالو تړون وکړ.

۲۰۰۸ : د روغتیايي ستونزو له امله یې ولسمشري پرېښوده.

کاسټرول

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۱۹۵۳ کال کې د ناکام پاڅون د مشرۍ له امله ونیول شو.