د ولسمشرۍ نوماند ټاکلو لپاره د فرانسي جمهوریپالانو لومړنۍ ټاکنې

سارکوزي، فیون، ژوپه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولای سارکوزي (ښي اړخ ته)، د فرانسې پخواني لومړي وزیران فرانسوا فیون (منځ کې) او آلن ژوپه د جمهوریپالانو په لومړنیو ټاکنو کې د بریالیتوب ډېر چانس لري

داسې مهال چې فرانسه کې ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې پنځه میاشتې پاتې دي، په دغه هېواد کې د دولت ترټولو مهم مخالف د منځلارې ښې اړخي "جمهوریپالانو" ګوند پلویان د لومړنیو ټاکنو پر لړ کې خپل نوماند د راتلونکی کال ولسمشریزو ټاکنو ته چمتو کوي.

په دغو ټاکنو کې ۷ نوماندان د جمهوریپالانو ګوند د کاندیداتورۍ لپاره سره سیالي کوي.

پخوانی ولسمشر نیکولای سارکوزي، پخواني لومړي وزیران آلن ژوپه او فرانسوا فیون هغه کاندیدان دي چې د اوو کسانو په منځ کې یې د نوماندۍ چانس ډېر دی.

ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوریپال ګوند نوماند په دوو پړاوونو کې ټاکل کېږي.

د فرانسې ولسمشریزو ټاکنو لپاره مقدماتي ټاکنې

د عکس سرچینه، Reuters

د نن ورځې (یکشنبه نومبر ۲۰مه) ټاکنو لومړی او دویم مخکښ کسان د ټاکنو په دویم پړاو کې چې یوه اونۍ وروسته ترسره کېږي یو له بل سره سیالي کوي.

وروستی ګټونکی چې د جمهوریپالانو نوماند کېږي احتمال لري چې د ولسمشریزو ټاکنو په سیالیو کې د فرانسي ښې اړخې ملي جبهي ګوند له مارین لوپن سره مبارزه وکړي.

د حاکم سوسیالست ګوند لږ محبوبیت ته په پام سره، ظاهرا د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې د چپ اړخو ګوندونو د کاندیداتو پاتې کېدل ناشونې ښکاري او نظرپوښتنې ښيي چې د جمهوریپالانو نوماند په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالیتوب ډېر چانس لري.