د فرانسې سوسیال ګوند لومړۍ ټاکنې وګټلې

د عکس سرچینه، AP
د فرانسې په ولسمشریزو ټاکنو کې د سوسیالیست ګوند نوماند فرانسوا هولاند د ۲۸ سلنې رایو په ګتلو سره پر اوسني ولسمشر نیکولا سارکوزي مخته شوی دی.
نیکولا سارکوزي له سلو ۲۶ رایې خپلې کړې دي.
دواړه به د راتلونکې میاشتې په دویم پړاو کې ټاکنو ته ولاړ وي.
فرانسه کې د ولسمشرۍ ټاکنې داسې مهال پیل شوې، چې په اروپايي اتحادیه کې د بې کارۍ د لوړې کچې په اړه ناخوښي په ډېرېدو ده.
په دغو ټاکنو کې د فرانسې ولسمشرۍ ته لس کاندیدان درېدلي دي.
که چېرې په ولاړو نوماندانو کې هېڅ کوم یوه هم تر ۵۰ سلنې ډېرې رایې ونه شوای ګټلی، ټاکنې به دویم پړاو ته وغځېږي، چې د راتلونکې مۍ پر شپږه به کېږي.
په دغو ټاکنو کې د فرانسې اوسنی ولسمشر نیکولاس سارکوزي هم دی.
نوموړی د سوسیالیست کيڼ اړخي ګوند له کاندید فرانسوا هولاند سره په ټاکنو کې مخامخ دی.
د رای اچولو مرکزونه د یکشنبې پر ګهيځ شپږ بجې پرانیستل شول، چې د ماسپښین تر ناوخته به خلاص وي.
نیکولاس سارکوزي له ۲۰۰۷ کال راهیسې د فرانسې ولسمشر دی.
نوموړی د یوه داسې قانون غوښتونکی دی، چې له مخې به یې دولتي قراردادونه یوازې اروپايي شرکتونه ته ورکول کېږي.
خو د هغه سیال هولاند بیا ژمنه کړې چې د لویو شرکتونو او د ډېرو شتمنو کسانو مالیې به ډېرې کړي.

د عکس سرچینه، Getty
ښاغلی هولاند پر همدې مهال غواړي چې لږترلږه ۶۰۰۰۰ ښوونکي اضافه او وګماري، او د تقاعد عمر له ۶۲ څخه ۶۰ ته راولي.
که چېرې ښاغلی هولاند بریالی شي، دا به د کيڼ اړخي سخت دریځه سوسیال ګوند له لوري ولسمشر وي.
د فرانسې ولسمشر دا مهال د یوې پنځه کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي.
د فرانسې په ولسشمريزو ټاکنو کې پنځه کانديان ولاړ دي چې مخکښه يې اوسنی ولسمشر نيکولا سارکوزی په دویم نمبر کې د سويالست گوند مشر فرانسوا هولاند، د ښي اړخي افراطي گوند مشره مغي لوپين دريم او د کيڼ اړخي جبهې مشر ژان لوک ميلان شا څلورم ځاى لري.








