سایشا سهګل: د فلمي لوبغاړي په توګه مې سلمان خان خوښ دی

د عکس سرچینه، BOLLYWOOD AAJKAL
سایشا سهګل د هند فلمي نړۍ ته دا وروستیو کې د اجې دېوګن ' شېوای ' نومې له لارې ورغلې او وايي د فلم جوړونکي په توګه اجې دېوګن ته درناوی کوي، خو په خبره یې د خوښې وړ فلمي لوبغاړی یې سلمان خان دی.
سایشا د فلمي لوبغاړي سمت سهګل لور ده او په خپلوۍ کې د دلیپ کومار ' یوسف خان ' د مېرمنې سایره بانو لمسۍ کېږي.
نوموړې وايي د نیکه ' دلیپ کومار ' په کلیزه کې مې د سلمان خان له لیدو وروسته پرېکړه وکړه، چې فلمي نړۍ ته باید لاړه شم. سایشا وايي:
'' سلمان خان په هنر پوهیږي، زه هر وخت کولای شم د ټیلیفون له لارې ورنه پوښتنه وکړم، چې کوم فلم کې رول ومنم او کوم یوه کې یې و نه منم. هغه ما ته مشوره راکوي او زره بختوره یم، چې له هغه نه سلا مشوره اخیستی شم. ''
خو بل لور ته سایشا منتظره ده، چې له سلمان خان سره په یوه فلم کې د رول لوبولو فرصت ومومي.

د عکس سرچینه، BOLLYWOOD AAJKAL
د خپل لومړني فلم ډایرکټر اجې دېوګن په اړه نوموړې وايي، ښاغلی اجې د فلمونو یوه اوږده تجربه لري او ډېر ښه پوهېږي، چې د فلم لپاره له فلمي لوبغاړو څنګه کار واخلي.




