سټولټنبرګ: ناټو نه غواړي نوې سړه جګړه پیل کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د ناټو سرمنشي یسن سټولټنبرګ بي بي سي سره مرکه کې ویلي؛ ناټو نه له روسیې سره شخړه غواړي او نه هم د بلې سړې جګړې پیلولو غوښتونکې ده.
د ښاغلي سټولټنبرګ په وینا، په ختیځې اروپا کې د ۴۰۰۰ نویو سرتېرو ځای پرځای کولو هدف پارول نه بلکې "مخنیوی" دی.
ښاغلي سټولټنبرګ وویل، د اوسنۍ ترېنګلتیا سربېره د ناټو پوځي تړون روسیې ته د ګواښ په سترګه نه ګوري.
د سړې جګړې تر پایته رسېدو وروسته د روسیې او لویدیځو قدرتونو ترمنځ اړیکې اوسمهال ډېرې ترېنګلې دي.
په ۲۰۱۴ کال کې چې روسیې د اوکراین د کریمیا ټاپو د خپلې خاورې برخه وګرځوله، ترهغې وروسته اروپایي هېوادونو او امریکا پر روسیې بندیزونه لګولي دي.
د سوریې د جګړې په تړاو هم د روسیې او لویدیځو هېوادونو ترمنځ ژور اختلافات شته. یو شمېر لویدیځو هېوادونو د سوریې پر هغو سیمو د روسیې بمباري جنګي جنایت بللی چې د بشار اسد د مخالف ځواکونه یې کنټرول ولري چې دې هم ترېنګلتیا رامنځته کړې.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا تورونه ردوي. پوتین ویلي، پر اروپا د روسیې د پوځي برید تیوري ؛خندوونکې" ده.
ناټو غواړي د راتلونکي کال په پیل کې په پولېنډ، استونیا، لاتویا او لېتوانیا کې د ۱۰۰۰ سرتېرو څلور کنډکونه ځای پرځای کړي. ددغو پوځيانو مشري به امریکا، بریتانیا او کاناډا کوي.

د عکس سرچینه، AFP
خو د ناټو سرمنشي وویل، ددغه کار هدف له روسیې سره جګړه نه ده، بلکې "د لا کارنده او رغنده اړیکو رامنځته کولو هڅه ده"، خو موږ باید دا کار د ډله ییزې دفاع او قوت د انډول پر بنسټ وکړو."
هغه وویل؛ ناټو ته سملاسي له روسیې کوم ګواښ پېښ نه دی، خو دا په اوکراین کې د روسیې کړنو او هغه څه ته ځواب دی چې د اروپایي هېوادونو ډارولو په موخه د اټومي برید لهجې کارول دي.
ناټو وایي؛ دوی باور لري چې روسیې پر خپله لویدیځه پوله ۳۳۰ زره پوځیان ځای پرځای کړي دي.
ددې اونۍ په پیل کې داسپانیا په یوه بندر کې د روسیې یوې سمندري بېړۍ ته د سون توکو برابرولو پلان وروسته له هغه لغوه شو چې ناټو اندېښنه وښوده چې ښایي د سوریې پر ولسي وګړو په هوایي بریدونو کې کار واخیستل شي.








