برتانیا کې د روسي ټلویزیوني چینل بانکي حسابونه کنګل شوي

د عکس سرچینه، روسیه نن ورځ
د روسیې دولتي ټلویزیون ار-ټيیا 'روسیه نن ورځ 'مشره وايي، 'بریتانیا کې ناټ ویسټ بانک د دغه ټلویزیوني چینل بانکي حسابونه کنګل کړي دي. '
مارګریتا سایمونیان ټویټر کې لیکلي ''دوی بریتانیا کې زموږ بانکي حسابونه کنګل کړي دي، زموږ ټول بانکي حسابونه دغې پرېکړه د بیا کتنې وړ نه ده، ویاړ دي وي، د بیان ازادۍ ته ''
ار ټي چارواکي وايي، بانک د دغې پرېکړې په اړه هېڅ توضیحات نه دي ورکړي.
چینل چارواکي وايي، بانک یې لندن دفتر ته په لیکلې بڼه ویلي '' موږ دا وروستیو کې ستاسې بانکي حسابونو ته بیا کتنه درلوده او دې پرېکړې ته ورسېدو، چې نور نه شو کولای ستاسې لپاره دغه اسانتیا چمتو کړو. بانک وايي پرېکړه یې وروستۍ ده او نه غواړي په دې اړه هېڅ ډول خبرو ته کښېني.

د عکس سرچینه، Twitter
په هغه لیک کې، چې د چینل له لوري انلاین خپور شوی، ویل شوي دي چې دغه بندیز تر اوسه نه دی عملي شوی، خو وايي د دسمبر له ۱۲ وروسته به د دوی بانکي حساب ''لغو او وتړل '' شي.
اغلې سایمونیان وايي، په کنګل شویو حسابونو کې د چینل یو شمېر لوړ پوړو مسوولینو بانکي حسابونه هم راځي، چې بریتانیا کې دنده لري.
نوموړې روسي دولتي رسنیو ته ویلي، بانک چارواکو د حسابونو کنګل کولو لامل نه دی ورته ویلي او وايي ''فکر نه کوم دوی به کوم لامل په ګوته کړي، ځکه د دغې چارې هېڅ لامل نه شته. موږ هلته په بشپړه توګه شفاف حسابونه درلودل او په بشپړه توګه شفافه راکړه ورکړه مو کوله ''

د عکس سرچینه، EPA
له دې مخکې بریتانیا کې د خپرونو تنظیمونکې ادارې 'افکو 'پر ار ټي چینل چې د کریملین له لوري اداره کېږي د یو اړخیزو خپرونو له کبله بندیز لګولی و. دې کې هغه تورونه هم شامل و، چې ګواکې بي بي سي سوریې کې د کیمیاوي وسلو کارېدو یو رپوټ ' صحنه له ځانه جوړه کړې وه '.
بي بي سي د یاد چینل خلاف افکوم ته له هغه شکایت وروسته دعوی ګټلې وه، چې وايي ' د رښتیا موندونکي ' نومي یوه خپرونه کې پرې پورې شوي تورونه بې بنسټه وو او پر بې پریتوب او کره والي یې ګوزار شوی.
افکوم په خپله پرېکړه کې ویلي و، چې د هغې خپرونې محتوا په برالا توګه غولوونکې وه.
روسي رسنیو دا وروستیو کې بریتانیا کې لارې موندلې.
دولت اډنبرا کې دا وروستیو کې دولتي خبري اژانس سپوتنیک سره مالي مرستې وکړې، چې له سکاټلنډ نه په ژوندۍ بڼه رادیويي خپرونې وړاندې کړي.
د دغې ادارې چارواکو ویل هدف یې بریتانیا او سکاټلنډ کې یې اورېدونکو ته د ' ناویلو ' معلوماتو وړاندې کول دي، خو معترضین وايي دغه اداره به یوازې د کریمیلین د ویاندۍ دنده تر سره کړي.










