د سوریې د اوربند په تړاو خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې

د عکس سرچینه، EPA
د سوریې په تړاو د سویټزرلنډ لوزان ښار کې د امریکا، روسیې او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اوربند خبرې له کومې پاموړ پایلې پرته پای ته رسېدلې دي.
د امریکا، روسیې، ایران، سعودي عربستان، ترکیې، قطر، عراق، مصر، اردون د بهرنیو چارو وزیران او د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټیفن دي میستورا په دې خبرو کې سره جرګه شوي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل، دوی پر ځینو موضوعاتو خبرې وکړې، خو سوریه - په تېره بیا حلب ښار کې د روانې جګړې د اوربند لپاره کوم پاموړ پرمختګ ونه شو.
ښاغلي کېري دا څلور ساعته خبرې د راتلونکو ورځو د خبرو لپاره ښه پیلامه وبلله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د روسیې د بهرنیو چاروله وزیر سیرګي لاوروف سره هم جلا خبرې کړې دي.
روسیه او ایران د سوریې جګړه کې د بشار الاسد د حکومت ملاتړې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ ویلي وو، مسکو د یوه نوي اوربند د طرحې په لټه کې نه دی، بلکې د ملګرو ملتونو د تېر کال د پرېکړه لیک عملي کېدل غواړي، چې حلب کې له ترهګرو ډلو منځلاري اورپکي جلا شي.
تېره میاشت سوریه کې د اوربند له ماتېدا وروسته، د حلب ښار ختیځه برخه د اورپکو لاس ته ولوېده، همدا وو چې روسي او سوري الوتکو هلته سختې بمبارۍ وکړې.
پر همدې مهال، ځینو نړیوالو مرستندویو سازمانونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره غوښتي چې د حلب ختیځ کې لږترلږه ۷۲ ساعته اوربند وشي چې په لړ کې یې دوی خپرې مرستې اړمنو خلکو ته ورسوي.
د حلب ختیځ کلابندۍ کې شاوخوا ۲۷۵ زره کسان ژوند کوي، چې د بریدونو له کبله هلته رسېدل ګران کار دی.

د عکس سرچینه، AFP
په ورته وخت کې، رپوټونه وايي، د ترکیې په ملاتړ اورپکي د (اسلامي دولت) داعش ډلې اصلي مرکز دابق ښار ته د پرمختګ په حال کې ديږ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یاد ښار ته پرمختګ تایید کړی دی. دغه کوچنی خو لرغونی ښار د داعش لپاره ډېر مهم ګڼل کېږي. ي.








