ایران: امریکا د '۴۸ ایراني زیارت کوونکو د تښتونې مسؤوله ده'

د عکس سرچینه، mfa.gov.ir
- Author, ابراهیم امیري
- دنده, لندن
ایران امریکا تورنه کړې ده چې په سوریه کې د یاغیانو له خوا د ۴۸ ایرانیانو په تښتولو کې لاس لري.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حسین عبداللهیان وايي په سوریه کې د ۴۸ تښتول شویو ایرانیانو په اړه په سویس کې د ایران سفارت امریکا ته یو یاداښت استولی دی.
د نوموړي په وینا، په ياداښت کې ویل شوي دا چې امریکا په سوریه کې له ترهګرو ډلو سره د وسلو مرسته کوي امریکا به د برمته شویو ایرانیانو د خوندیتوب مسووله وي.
ایران دا خبره رد کړې چې ګواکي په تښتول شويو ایرانیانو کې د ایران د انقلابي ګارد غړي هم شته او وايي چې ټول یرغمل شوي کسان زیارت کوونکي دي.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له قطر او ترکیې نه هم غوښتنه کړې چې د برمته شویو ایرانیانو د خوندیتوب لپاره خپل مسوولیت ادا کړي او په دې موضوع کې مداخله وکړي.
د ښاغلي عبداللهیان په وینا د ایران د بهرنیو چارو وزیر علي اکبر صالحي په دې تړاو د ترکیې او قطر له چارواکو سره تیلې فوني خبرې هم کړي دي.
د امریکا ترڅنګ قطر او ترکیه هم په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم پرضد دي خو ایران په کلکه د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي او نه غواړي چې نسکور شي.




