مشهور امریکایی فوټبال لوبغاړی ملي سرود ته ونه درېد

کالین کپرنیک

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کالین کپرنیک په ۲۰۱۳ کال د خپلې لوبډلې مهم لوبغاړی شو او پایلوبې ته د فورټي نایټرز په رسولو کې یې مهم رول درلود.

د امریکا د فوټبال یو مشهور لوبغاړی کالین کپرنېک د 'توکمیزې نابرابرۍ' په اعتراض کې د امریکا د ملي سرود د غږېدو پرمهال له خپل ځایه پورته نه شو، بلکې نیمکښ پاڅېده.

ښاغلی کپرنېک د سان فرانسیسکو د فورټي نایټرز فوټبال لوبډله کې مشهور لوبغاړی دی، چې د امریکا د ملي فوټبال لیک دوستانه سیالیو پرمهال د ملي سرود غږولو پروخت له نورو لوبغاړو سره له خپل ځایه نیم پاڅېد.

نوموړي وروسته د خپل دې عمل لامل داسې په ډاګه کړ: ''ما کولای شول چې پاڅېږم او د خپل هغه هېواد بیرغ ته درناوی وکړم چې له تورپوستو او سپین پوستو سره زورزیاتی کوي.''

د دغه فوټبال لوبغاړي نیوکه د افریقا توکمه امریکایانو پروړاندې د پولیسو د کړنو پرضد وه.

نوموړی د 'تورپوستو ژوند مهم دی' خوځښت له ملاتړو دی، چې څو کاله وړاندې د پولیسو په ډزو د تور پوستو سړیو د وژلو پرضد جوړ شو.

د کالین کپرنېک دا کړنه د دې لامل شوه، چې د لوبې ډګر ته د هغه په ننوتلو سره نندارچیانو پر هغه چیغې کړې، خو 'فورټي نایټرز' اعلان وکړ د کپرنېک اعتراض ته درناوی لري.

ددغې ډلې په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي: "موږ د خپل ملي سرود په درناوي کې د وګړو نظر ته درناوی کوو".

خو د امریکا د فوټبال لیګ سازمان (ان ایف ال) ددغه خبر په غبرګون کې ویلي: "موږ لوبغاړي د ملي سرود درناوي ته هڅوو، خو دوی دې کار ته باید مجبور نه شي".

د دغه خبر په خپرېدا سره خواله رسنیو کې لوبغاړو ډېر غبرګونونه ښودلي.

'تر فوټبال مهمه'

په ټویټر د کالین کپرنېک د دې کار پر وړاندې نسبتاً ډېر توند غبرګونونه ښودل شوي.

د جمیل بویه په نامه یو ټویټر کاروونکي لیکلي: "دوه میاشتې وړاندې مو ویلي وو چې محمد علي باید د خپلې عقیدې له کبله وستایل شي. نن وايو کالین کپرنېک درناوی ونه کړ".

کالین کپرنیک په ۲۰۱۳ کال د خپلې لوبډلې مهم لوبغاړی شو او پایلوبې ته د فورټي نایټرز په رسولو کې یې مهم رول درلود.

دی پر خواله رسنیو د "توکم پالنې" پر وړاندې فعالیت کوي او دا موضوع د فوټبال په پرتله ډېره ورته مهمه ده.