"میسي باید نړیوالې فوټبال لوبې پرې نږدي"

چیلي ته د لوبې له بایللو وروسته میسي له نړیوال فوټبال نه استعفا وکړه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، چیلي ته د لوبې له بایللو وروسته میسي له نړیوال فوټبال نه استعفا وکړه.

د ارجنټاین ولسمشر موریسیو میکري او د فوټبال وتلي لوبغاړي ډیکو مارواډونا له لیونل میسي غوښتي، چې له نړیوال فوټبال لوبو سیالو د تقاعد اخیستو پر پرېکړه له سره غور وکړي.

د فوټبال وتلي ستوري ۲۹ کلن میسي له هغه وروسته له نړیوال فوټباله د تقاعد پرېکړه وکړه، چې د هېواد ملي لوبډلې یې کوپا امریکا سیالیو کې د چیلي له لوبډلې ماتې وخوړه.

د ارجنټاین پخواني لوبډل مشر او روزونکي مراډونا له ځايي ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال ویلي، هغه خلک چې وايي میسي باید فوټبال پریږدي، نه پوهیږي چې د ارجنټاین فوټبال په څه حال کې دی.

نوموړی چې په ۲۰۱۰ کال کې د خپل هېواد د ملي فوټبال لوبډلې روزونکی و وویل ''میسي باید لوبه وکړي، ځکه نوموړی کولای شي د ۲۰۱۸ کال نړیوالۍ اتلولۍ کې چې په روسیه کې تر سره کېږي اتل شي. د ارجنټاین لوبډله باید وهڅوله شي چې میسي وکولای شي، پر مخ یې بوځي.''

میسي درې ځله د فوټبال ډګر ستره جایزه ګولډن ګلوب هم ګټلې

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، میسي درې ځله د فوټبال ډګر ستره جایزه ګولډن ګلوب هم ګټلې

چیلي ته د لوبې له بایللو وروسته د تقاعد د اعلان پر مهال میسي په ناهیلۍ سره وویل "د ملي لوبډلې لپاره زما سفر همدلته پای ته ورسېد، ما چې څه کولای شوای ومې کړل. د اتلولۍ د نه تر لاسه کولو له کبله خواشینی یم."

د ارجنټاین دولتي ټلویزیون له لارې نوموړي خپله خبره تایید کړه او وویل زه به د ملي لوبډلې له لوري نوره لوبه و نه کړم.

د فرانسې خبري اژانس اې ایف پي په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې د ارجنټاین ولسمشر موریسیو نوموړي ته ټیلیفون کې ویلي چې د لوبډلې له فعالیته خوښ دی او میسي باید د ځینو خلکو په خبرو پسې و نه ګرځي.

میسي د بارسلونا له لوري لوبو کې اته لالیګا اتلولۍ او څلور چیمپینزلیګ سیالۍ ګټلې دي. نوموړي د فوټبال ستره جایزه چې ګولډن بال (د سرو زرو توپ) نومېږي هم درې ځله ګټلې ده.