د اولمپيک سياليو پنځمه ورځ، يوې عربې لومړی مډال وګاټه

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پنځمه ورځ د بريتانيا لپاره ښه وه.
د دوي منډې وهونکو د سرو زرو دوه او د ژېړو څلور مډالونه وګټل، خو امریکا تر اوسه د سرو زرو د ۱۱ مډالونو په ګډون ټول ۳۲ مډالونه ګټلي او د جدول په سر کې ده.
د سياليو په پنځمه ورځ د مصر ښځينه وزن پورته کوونکې ساره احمد د ۶۹ کیلوګرام سياليو کې د ژېړو مډال وګاټه.

د عکس سرچینه، AP
دا له عربي نړۍ لومړنۍ لوبغاړې ده چې په اولمپيک سياليو کې مډال ګټي.
۱۸ کلنې ساره احمد ټول د ۲۵۵ کيلوګرام وزن پورته کولو سره د چين شيانګ يانمي او د قزاقستان ظهيره زاپارکول وروسته په درېيم نمبر راغله.
مصر په وروستي ځل په ۱۹۴۸ کې د وزن پورته کولو په سیالۍ کې د اولمپيک مډال ګټلی و.
بلخوا د کويت نښه وېشتونکی فهيد الديحاني نښې ويشتلو کې د سرو زرو مډال وګاټه، ده ته دا مډال د کويت تر بیرغ لاندې نه بلکې د اولمپيک تر بيرغ لاندې ورکړل شو ځکه کويت د اولمپیک له کمېټې سره د يو لړ ستونزو له امله لوبغاړي د خپل هېواد په استازيتوب نه دي لېږلي.

د عکس سرچینه، Getty
د امريکا ښځینه لامبو وهنکې ډلې د څلور ضرب دوه سوه متره سياليو کې د سرو زرو مډال وګاته، دغه هېواد پر پنځمه ورځ هم د مډالونو د جدول په سر کې وه.
د امريکا د لامبو ښځينه وو لوبډلې مشري کيتي ليډيکي کوله او دا په ريو اولمپيک سياليو کې د دې درېيم د سرو زرو او په ټوليز ډول شپږم مډال دی.
په دغو سياليو کې اسټراليا د سپینو زرو او کاناډا د ژېړو مډال وګاټه.
د اسپانيا مشهورې لامبووهونکې مريا بيلمونتی ګارسيا بلاخره د سرو زرو مډال ترلاسه کړ، دوو سپينو زرو او يو د ژېړو مډال له ګټلو وروسته نوموړې د دوه سوه متره واټن لامبو کې د سرو مډال وګاټه.
ګارسيا د ۲۰۱۲ کال لندن اولمپيک کې هم په دغو سياليو کې د سپينو زرو مډال ګټلی و، خو د امريکا کيتي ليډيکي په لومړي نمبر وه.
امريکا تر دې مهاله په دغو سياليو کې ۳۲ مډالونوه ګټلي، چې په هغو کې ۱۱ د سرو زرو، ۱۱ د سپينو زرو او ۱۰ د ژېړو مډالونه دي.

د عکس سرچینه، Getty
پنځمه ورځ د بريتانیا لپاره ښه وه، د دغه هېواد لوبغاړو د سرو زرو د دوو مډالونو په ګډون شپږ مډالونه وګټل او خپل هېواد يې د مډالونو په جدول کې نهم نمبر ته پورته کړ. جو کلارک د کښتۍ ځغاسته، کرېس ميرز او جيک لا د يو ځای غوټې وهلو په برخه کې د سرو زرو مډال وګاټه.
د جاپان کوهي اچيمورا د نارينه وو د جمناسټک په برخه کې يو بل مډال هم وګاټه او د سرو زرو د خپلو مډالونو شمېر یې درې کړ.
۲۷ کلن کوهي اچيمورا د يوې په زړه پورې سيالۍ په ترڅ کې د اوکراين اوليګ ورنيايف ته ماته ورکړه.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د مډالونو په جدول کې چين په دوهم نمبر دی. په پنځمه ورځ ډنګ ننګ د ښځينه وو ټېبل ټېنس سياليو کې د سرو زرو مډال خپل کړ او د خپل هېواد د سرو زرو د مډالونو شمېر يې ۱۰ ته لوړ کړ. چين ټول ۲۳ مډالونه ګټلي دي.
د برازيل فوټبال لوبډلې ډنمارک ته څلور صفر ماته ورکړه او نيمه پايلوبې ته يې لار ومنده.
د اولمپيک سياليو پر شپږمه ورځ به د سرو زرو د ۱۱ مډالونو لپاره سيالۍ کېږي چې په هغو کې نښه ويشتنه، بډمېنټن، توره وهنه، بايسکل ځغلونه، جمناسټک، جوډو، لامبو او ځينې نورې سيالۍ شاملې دي.
افغانانو لپاره د اولمپيک سيالیو د شپږمې ورځې مهمه خبره د افغانستان سيالي ده. افغان لوبغاړی بخشي به خپله لومړۍ سيالي د ۱۰۰ کیلوګرام جوډو کې له پورتګالي لوبغاړي سره کوي، که يې دغه سيالي وګټله کولی شي بل پړاو ته لار ومومي.








