فوټبال: فرانسې ایسلنډ ته پنځه – دوه ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، Getty
د ۲۰۱۶ کال فوټبال اروپايي اتلولیو په وروستۍ منځلوبه کې کوربنې فرانسې د ایسلنډ لوبډلې ته په لوی توپير ماتې ورکړه او په نیمه پایلوبه کې یې له جرمني سره سیالۍ ته ځان ورساوه.
د ایسلنډ په وړاندې د فرانسې پنځه – دوه پایله تر روانو اتلولیو وړاندې ښايي حیرانونکې خبره نه وه.
خو ایسلنډ چې په دغو سیالیو کې د پرتګال، اتریش او بیا انګلستان په وړاندې کومې لوبې وکړې ډېر یې په دې باور کړي وو چې فرانسې ته به هم سرخوږی جوړوي.

د عکس سرچینه، AP
فرانسې د ګروپ په لوبو کې له هغو لوبډلو سره چې دفاع ته یې ملا تړلې وه ښه لوبه نه وه کړې.
البانیا تر ۹۰ دقیقو پورې د فرانسې بریدونه ځواب کړي وو.
د ایسلنډ د بري راز هم د دوی ښه دفاع وه.
خو فرانسې د لوبې په لومړنیو ۱۹ دقیقو کې دوه ګولونه وکړل او داسې ښکاره شوه چې ایسلنډ یې بې سېکه کړ.
د فرانسې ګول وهونکو یو په بل پسې بریدونه وکړل او لومړنی ګول د ارسنل جېرو په ۱۲ مه دقیقه کې هغه مهال وکړ چې د کیڼې پښې شارټ یې د ګول ساتونکي د پښو تر منځ تېر او تر جاله ورسېد.

د عکس سرچینه، Reuters
منځډګرې لوبغاړي پوګبا چې د فرانسویانو له سختو نیوکو سره مخامخ و په ۱۹ دقیقه کې د روانو سیالیو خپل لومړنی ګول وکړ چې ورسره د فرانسې برلاسي یقیني شوه.
په دمه کې فرانسه څلور صفر وړاندې وه، پوښتنه دا وه چې څو نور ګولونه به کوي.
خو ایسلنډ تر دمې وروسته داسې ډګر ته راووت لکه لومړنۍ ۴۵ دقیقې چې اصلآ نه وې تېرې شوې.
سېګرسین په ۵۶ مه دقیقه کې د ایسلنډ لومړنی ګول وکړ.
جیرو درې دقیقې وروسته په خپل دویم او د فرانسې په پنځم ګول د ایسلنډ نوې پيدا شوې جذبه سړه کړه.

د عکس سرچینه، Getty
خو تر پای شپږ دقیقې وړاندې بامېسن د ایسلنډ دویم ګول هم وکړ.
دا په روانو سیالیو کې په یوې لوبې کې تر ټولو د ډېرو ګولونو لوبه وه.
د ایسلنډ کلکه دفاع ورسره ټکنۍ شوه او د فرانسې پر لوبډله هغه نیوکه هم تر یوه ځایه څواب شوه چې ګواکې په ګول وهلو کې پڅه ده.
په نیمه پایلوبه کې به اوس فرانسه له نړیوالې اتلې جرمني سره مخامخ وي.
بله نیمه پایلوبه د پرتګال او وېلز ترمنځ ده.
ایسلنډ په لومړي ځل منځلوبو ته رسېدلې وه، که څه هم په وروستۍ لوبه کې ونه ځلېده خو لوبغاړي به یې په روانو اتلولیو کې د حیرانونکې لوبه له امله هسکه غاړه ګرځي.








