افغانستان د اروپا کرېکټ سفر له سکاټلنډه پیلوي

سکاټلنډ په خپل کور او لوبغالو کې ډاډه دی چې افغان لوبډلې ته به سرخوږی جوړوي

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، سکاټلنډ په خپل کور او لوبغالو کې ډاډه دی چې افغان لوبډلې ته به سرخوږی جوړوي

د جولای په څلورمه نېټه د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په اروپا کې د اوو یو ورځنیو او یوې څلور ورځنۍ سیالۍ لومړنۍ لوبه د سکاټلنډ په اېډنبرا کې کوي.

په ۲۰۱۵ کال کې د نړیوالو یو ورځنیو اتلولیو له هغې تاریخي لوبې را وروسته چې افغانستان په مټ کې سکاټلنډ ته په کې ماتې ورکړه دا د دواړو هېوادونو ترمنځ په یو ورځنیو لوبو کې لومړنۍ مخامخېدنه ده.

دواړو هېوادونو په شل اورېزو لوبو کې له هغه راهیسې هم لوبې کړي چې افغان لوبغاړي په کې برلاسي و خو یو ورځنۍ لوبه يې بیا نه ده سره کړې.

په ۲۰۰۹ کال کې چې افغانستان خپله لومړنۍ رسمي یو ورځنۍ لوبه وکړه هلته یې هم سیال د سکاټلنډ لوبغاړي وو.

افغانستان په ۲۰۱۵ کال کې د نړیوالو یو ورځنیو اتلولیو سیالو کې سکاټلنډ‌ ته ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، افغانستان په ۲۰۱۵ کال کې د نړیوالو یو ورځنیو اتلولیو سیالو کې سکاټلنډ‌ ته ماتې ورکړه

په سویلي افریقا کې ترسره شوې هغه لوبه افغانستان په اسانۍ وګټله.

له هغه وروسته هم تر ډېره افغان لوبغاړي پر سکاټلندي سیالانو برلاسي وو خو سکاټلنډ د ۲۰۱۴ کال په پای کې په متحدو عربو اماراتو کې افغانستان ته په یوه ورځنۍ لوبه کې لویه ماتې ورکړې وه.

د سکاټلنډ هوا او افغان لوبغاړي

د سکاټلنډ په خاوره به لوبه افغان لوبغاړو ته اسانه نه وي.

دلته لنده هوا، زرغونه چمنونه او په ورېځو پوښلی اسمان عمومآ توپ ډېر خوځوي او په همدې دلیل منډه جوړونکي د اماراتو او یا له لویه سره د اسیا د شرایطو په پرتله دلته باید له ډېر تخنیکي وړتیا برخمن وي.

شاید همدې خبرو ته په پام سره په افغان لوبډله کې د منډه جوړونکو کتار اوږد وي.

سکاټلنډ بیا په ورو یا سپېن بالرانو نن سبا ډېره تکیه نه کوي. هغوی به تر ډېره په لوبه کې خپلو تېزو بالران لوبوي.
د عکس تشریح، سکاټلنډ بیا په ورو یا سپېن بالرانو نن سبا ډېره تکیه نه کوي. هغوی به تر ډېره په لوبه کې خپلو تېزو بالران لوبوي.

لوبغاړي او لومړیتوبونه

شهزاد محمدي، جاوید احمدي او نور علي ځدراڼ د پيل لوبغاړي دي.

په دوی کې یو شاید د لومړي کس تر سوځېدا وروسته راشي او کپتان اصغر ستانکزی د دوو لوبغاړو تر سوځېدا وروسته ووینو.

سمیع الله شینواري په ۲۰۱۵ کال نړیوالو اتلولیو کې له سکاټلنډ سره خورا ښه لوبه کړې وه او له هغه وروسته یې هم تل د سکاټلنډ په وړاندې د پام وړ لوبه کړې.

محمد نبي چې په ۲۰۰۹ کال کې له سکاټلنډ سره په لومړنۍ رسمي یوه ورځنۍ لوبه کې د لومړي کس له سوځېدا وروسته راغلی و او پنځوسیزه کړې وه اوس ښايي په شپږم نمبر ووینو.

له سکاټلنډ سره د دواړو لوبو پایله به افغان لوبغاړو ته د ایرلڼد پنځو یو ورځنیو او د هالنډ څلور ورځنۍ لوبه ته مورال ټاکوونکې وي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، له سکاټلنډ سره د دواړو لوبو پایله به افغان لوبغاړو ته د ایرلڼد پنځو یو ورځنیو او د هالنډ څلور ورځنۍ لوبه ته مورال ټاکوونکې وي.

د سکاټلنډ شرایطو ته په پام سره د میرویس اشرف، دولت ځدراڼ لوبېدل هم حتمي ښکاري.

د حمید حسن ټپونه که روغ و ځای ترې بل څوک نه شي نیولی.

پاتې دوه لوبغاړي ښايي پيچ ته په پام سره روزونکي غوره کړي. ډېر امکان شته چې منډه جوړونکو ته به لومړیتوب ورکول کېږي.

شهزاد محمدي، جاوید احمدي او نور علي ځدراڼ د پيل لوبغاړي دي. کپتان اصغر ستانکزی له دوو لوبغاړو وروسته را ووځي
د عکس تشریح، شهزاد محمدي، جاوید احمدي او نور علي ځدراڼ د پيل لوبغاړي دي. کپتان اصغر ستانکزی له دوو لوبغاړو وروسته را ووځي

د سکاټلنډ توپ اچوونکي

سکاټلنډ بیا په ورو یا سپېن بالرانو نن سبا ډېره تکیه نه کوي. هغوی به تر ډېره په لوبه کې خپلو تېزو بالران لوبوي.

د سکاټلنډ په اعلان شوې لوبډله کې لس هغه لوبغاړي دي چې په شل اوریزو نړیوالو اتلولیو کې یې برخه اخیستې وه.

خو ۲۱ کلن رودري سمېت په لومړي ځل رسمي لوبو ته وربلل شوی دی.

سکاټلنډ په خپل کور او لوبغالو کې ډاډه دی چې افغان لوبډلې ته به سرخوږی جوړوي خو که افغان منډه جوړونکي وچلېږي بالران یې دا توان لري چې سکاټلنډ په خپل کور هم مات کړي.

له سکاټلنډ سره د دواړو لوبو پایله به افغان لوبغاړو ته د ایرلڼد پنځو یو ورځنیو او د هالنډ څلور ورځنۍ لوبه ته مورال ټاکوونکې وي.