د کرکټ اسيا اتلولۍ کې بنگله دېش اماراتو ته ماتې ورکړه

بنګله دېش د اسيا کرکټ اتلولۍ په درېمې لوبې کې د متحده عربي اماراتو لوب ډلې ته په منډو ماتې ورکړه.
نن د متحده عربي اماراتو ټيم پچه وگټله او بنگله دېش ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه. بنگله دېش په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځيدو ١٣٣ رنزونه جوړ کړل.
خو د متحده عربي اماراتو ټوله لوب ډله يواې د ٨٢ رنزونو جوړلو وروسته وسوځېدله.
دا د دې دواړو لوب ډلو دويمه سيالي وه. بنگله ديش لومړنۍ لوبه د هندوستان سره ترسره کړې وه چې هند په ٤٥ رنزونو گټلې وه، او د متحده عربي اماراتو ټيم ته سريلنکا په لومړنۍ لوبې کې په ١٤ منډو ماتې ورکړې وه.




