۱۹ کلنو کرېکټ: وېسټ انډيز پايلوبه وګټله

د عکس سرچینه، AFP
د کرېکټ ۱۹ کلنو نړيوالو اتلوليو په پايلوبه کې وېسټ انډيز لوبډلې هند ته په پنځو وېګټو ماته ورکړه. هند ټيم وېسټ انډيز ته د ۱۴۶ منډو هدف ټاکلی و.
د کرېکټ ۱۹ کلنو اتلوليو دغه پايلوبه د يکشنبې په ورځ (۱۴ فبروري) په بنګه دېش کې ترسره شوه.
د لوبې په پیل کې د وېسټ انډيز لوبډلې نيم لوبغاړي يوازې په ۸۰ منډو سوځېدلي وو، خو وروسته کارټي او کيمو پال ښه لوبه وکړه، دوی په ترتيب سره ۵۲ او ۴۰ منډې جوړې کړې.
د وېسټ انډيز لوبډلې په څېر د هند لپاره هم د لوبې پيل ښه نه و او لومړی لوبغاړی يې په پنځو منډو وسوځېده، بل لوبغاړی پوپ د دريو منډو په جوړلو سره له لوبغالي ووت.
له دې وروسته املاچ ۱۵، هيټمير ۲۳، سپرنګر او ګولي درې درې منډې جوړې کړې.
د هند له لوبډلې ډاګر درې، اويس خان او خليل احمد يو يو لوبغاړی و سوځاوه.
وېسټ انډيز د پچې په ګټلو سره لومړی د توپ اچولو (بولنګ) پرېکړه کړې وه او د هند ټول ټيم يې په ۴۶ اوورونو کې د ۱۴۵ منډو په جوړولو سره وسوځاوه.
د وېسټ انډيز، الزاري جوزف د لوبې په پيل کې ۳ لوبغاړي وسوځول، له هغه وروسته ريان جان ۳، شامر کيمو پال دوه، سپرنګر او هولنډر يو يو لوبغاړی وسوځاوه.








