کرېکټ: هند له جنوبي افريقا د ټیسټ لوبو لړۍ وګټله

د عکس سرچینه، Reuters
په نوي ډيلي کې د هند او جنوبي افريقا ترمنځ څلورمه ټيسټ کرېکټ لوبه هند په ۳۳۷ منډو وګټله او د ټيسټ کرېکټ لوبو لړۍ يې ۳-۰ وګټله.
د لوبې په دويمه پاړۍ کې جنوبي افريقا ته د لوبې ګټلو لپاره د ۴۰۹ منډو اړتيا وه، خو ټوله لوبډله يې د ۱۴۳ منډو په کولو وسوځېده.
د جنوبي افريقا لوبغاړو دفاعي لوبه کوله او ډېره هڅه يې وکړه، چې ورکړای شوی هدف پوره کړي، خو د هند توپ اچوونکو ښه لوبه وکړه او لوبه يې په خپل نوم کړه.
جنوبي افريقا په دويمه پاړۍ کې دومره سوکه لوبه کوله، چې په اوسط ډول يې په هر اوور کې يوازې يوه منډه کوله.
د لوبې په پنځه ورځ ابراهم ډي ويليير له هاشم آمله سره يو ځای خپلې منډې له ۷۲ پيل کړې او په ۱۳ لومړنيو اوورونو کې يې يوازې څلور منډې زياتې کړې.
د دويمې پاړۍ په پنځه اتيايم اوور کې رويندر جديجا د دوی ترمنځ شراکت د هاشم آمله په سوځېدو مات کړ.
هاشم آمله د ۲۵ منډو لپاره ۲۴۴ توپونه ولوبول.
د آمله له سوځېدو وروسته د ده پر ځای راتلونکي توپوهونکي يو پر بل پسې سوځېدل، خو ابراهم ډي ويليير مقابله کوله او په احتياط سره يې لوبه پر مخ بېوله.

د عکس سرچینه، AFP
دی چې په يو ورځنۍ کرېکټ لوبه کې د تېزې سليزې ريکارډ لري په ۲۹۷ توپونو يوازې ۴۳ منډې وکړې.
د چای له وقفې وروسته د ډي ويليير مقاومت هم مات شو او د ايشون په توپ جديجا کېچ اوټ کړ.
د ده له سوځېدو وروسته پاتې درې لوبغاړو يوازې اووه منډې د جنوبي افريقا لپاره زياتې کړې.
د هند له لوري په دويمه پاړۍ کې ايشون پنځه وېکټې واخيستې.
هند پخپله لومړۍ پاړۍ کې ۳۳۴ منډې او دويمه پاړۍ کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۷ منډې وکړې او پاړۍ يې ختمه اعلان کړه.
جنوبي افريقا په خپله لومړۍ پاړۍ کې ۱۲۱ منډې وکړې او په دويمه پاړۍ کې په ۱۴۳ منډو وسوځېدل.








