اوسکار پيستورېس د خپلې ملګرې په قصدي وژنه پړ شو

د عکس سرچینه، AP
وروسته له هغې چې د جنوبي افريقا يوې محکمې د هغې پرېکړې پر ضد اپيل وکړ، چې د اوسکار پيستوريس له لوري د خپل ملګرې وژل يې سهوآ بللي و، ښاغلی پيستورېس اوس په قتل پړ پېژندل شوی دی.
اوسکار پيستورېس د اولمپيک لوبغاړی دی او د ځغاستې په برخه کې يې ډېرې سيالۍ او اتلولۍ ګټلې دي.
ده د ۲۰۱۳ کال په فبرورۍ مياشت کې خپله ملګرې ريوا سټينکمپ په ډزو وژلې وه.
دی له هغې وروسته چې د خپل اصلي پنځه کلن بند يو کال يې په زندان کې اوس په کور کې نظر بند دی.
پيستوريس به اوس د قتل په دوسيه کې د بيا محاکمې لپاره محکمې ته ورځي.
د جنوبي افريقا استيناف محکمې امر کړی چې ابتدايه محکمې قانون په سم ډول نه دی عملي کړی او اوسکار په دې پوهېده چې د ده اقدام د مرګ لامل ګرځي.
د پیستوريس مدافع وکيل ټينګار کړی چې موکل يې پوهېده کور ته يې پرته له اجازې څوک ننوتی، خو قاضي ويلي د دروازې شا ته د يو کس پېژندل له دې سره اړيکي نه لري.
هغه مهال چې دغه پرېکړه اعلانېده د ريوا سټنکمپ مور په محکمه حاضره وه، خو پخپله پیستورېس نه و.

د عکس سرچینه، AFP
پيستورېس چې دواړه پښې يې قطع دي د اکتوبر پر ۱۹مه له زندان نه خوشی شو.
دغه لوبغاړی کولای شي شوې پرېکړه د اساسي قانون په محکمه وننګوي، خو په دې شرط چې د ده مدافع وکيلان استدلال وکړي، چې د ده له اساسي حقونو سرغړونه شوې ده.
يو شمېر حقوق پوهان وايي د پيستوريس او د هغه د مدافع وکیلانو لپاره داسې څه نه دي پاتې چې پر بنسټ يې هغوی اپيل وکړي.









