اولمپیک نړیواله کمېټه: ممنوع درمل کارونکي باید سزا وویني

د عکس سرچینه، AFP
د اولمپیک نړیوالې کمېټې ځغاستونکو ته د ممنوع درملو ورکړې خلاف مبارزې ادارې نه غوښتي، چې د ځغاست لوبو هغه روسي لوبغاړي، چې ممنوع درمل یې کارولي باید د خپلو کړنو سزا وویني.
له دې مخکې د ممنوع درملو کارونې ضد ادارې ویلي و، چې د یوه داسې پروګرام له کبله، چې '' دولت پکې ګډون درلود '' پر روسیې باید ځغاستلوبو کې د ګډون نه کولو بندیزونه ولګیږي.
رپوټ زیاتوي پر پنځو روسي لبوغاړو او پنځو روزونکو باید د ټول عمر لپاره بندیزونه ولګول شي.
بل لور ته په لوبو کې د منع شويو درملو ضد روسۍ ادارې مشر ګریګوري رودچېنکوف تر هغه یوه ورځ وروسته استعفا ورکړه چې د نړۍ ورته ادارې په روسیه تور ولګاوه چې په لوبو او ځغاسته کې یې درغلی کړې دي.
د روسیې د سپورت وزیر ویتالي میوتکو وویل، ښاغلی رودچینکو ځکه استعفا کوي چې ټول منفي شیان له ځان سره یوسي. په مسکو کې د رودچینکو په مشرۍ لابراتوار هم تړل شوی دی.
نن چارشنبه ولسمشر پوتین په سوچي ښار کې د روسیې د سپورت فدراسیون له مشرانو سره ګوري.
په لوبو کې د منع شويو درملو د مخنيوي نړیوالې ادارې ويلي د روسيې ګډون به په راتلونکو سپورتي لوبو کې وځنډول شي.
دغې ادارې دا وړانديز په هغه راپور کې روښانه کړ، چې پر روسي لوبغاړو تور دی د منع شويو درملو معلوموونکو افسرانو ته يې پیسې ورکړي، چې د دوی پر معايناتو پرده واچوي.








