افغانستان که زمبابوې، د کرېکټ لوبو لړۍ به څوک وګټي؟

 وروستی ځل د افغانستان او زمبابوې د کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ په ۲۰۱۴م کال کې څلور یو ورځنۍ لوبې کړې وې چې ۲-۲ برابرې پای ته ورسېدې.
د عکس تشریح، وروستی ځل د افغانستان او زمبابوې د کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ په ۲۰۱۴م کال کې څلور یو ورځنۍ لوبې کړې وې چې ۲-۲ برابرې پای ته ورسېدې.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله سبا (جمعه اکتوبر ۱۶) د زمبابوې پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو او دوه شل اوره لوبو لړۍ پیلوي.

افغانستان له خپل نوي روزونکي انضمام الحق سره څو ورځې وړاندې د زمبابوې پر لور وخوځېده.

وروستی ځل د افغانستان او زمبابوې د کرېکټ ملي لوبډلو تر منځ په ۲۰۱۴م کال کې څلور یو ورځنۍ لوبې کړې وې چې ۲-۲ برابرې پای ته ورسېدې.

دا ځل هم د دواړو لوبډلو تر منځ د سختې سیالۍ تمه ده.

زمبابوې په تېرو څو میاشتو کې پرله پسې له ګڼو لوبډلو سره په سیالیو بوخته وه.

وروستۍ لوبې یې د پاکستان او ایرلنډ د کرېکټ لوبډلو پر وړاندې وې.

د افغانستان نوی روزونکی

د افغانستان نوی روزونکی انضمام الحق
د عکس تشریح، د افغانستان نوی روزونکی انضمام الحق

بل لورې ته افغانستان دوه اونۍ وړاندې د پاکستان پخوانی توپ وهونکی انضمام الحق د لوبډلې لنډ مهالی مشر روزونکی ټاکلی.

ملي لوبډلې د خپل نوي روزونکي تر څار لاندې په تېره یوه اونۍ کې ګڼ تمرینونو ترسره کړي او هیله لري چې د زمبابوې پر وړاندې به ښه ولبېږي.

په تېره یوه اونۍ کې افغانستان د روزنې او تمرین تر څنګ د زمبابوې سیمه اییزو لوبډلو پر وړاندې تمریناتي لوبې وکړې.

په دغو دریو لوبو کې دوه افغانستان وګټلې او درېیمه یې د زمبابوې سیمه اییزې لوبډلې وګټله.

نړیوال جام ته چمتووالی

افغانستان تمه لري چې دغه لوبې به یې ورسره د نړیوال جام لپاره په چمتووالي کې ښه مرسته وکړي
د عکس تشریح، افغانستان تمه لري چې دغه لوبې به یې ورسره د نړیوال جام لپاره په چمتووالي کې ښه مرسته وکړي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزي بي بي سي پښتو وېب پاڼې سره په خبرو کې وویل چې دغه لوبې یې د راتلونکي کال نړیوال جام ته د چمتووالي یو مهم پړاو دی.

نوموړي هیله وښودله چې لوبډله یې د زمبابوې پر وړاندې ښه وځلېږي او د کرېکټ نړیوالې شورا له یوه بشپړ غړي هېواد سره به یې دغه سیالۍ د چمتووالي په پړاو کې یو ښه ګام وي.

که ۲۰۱۴م کال ته ورستانه شو او د دغو دواړو لوبډلو تر منځ په ترسره شویو سیالیو نظر واچوو نو لومړیو دوو لوبو کې د زمبابوې توپ وهونکو ښه توپ وهنه وکړه او د پیل دوه لوبې یې په اسانۍ وګټلې.

درېیمه لوبه کې د دولت ځدران د ښې توپ وهنې په مرسته افغانستان په وروستي اوور کې لوبه وګټله.

او درېیمه لوبه کې نو بیا افغانستان برلاسی و او لوبه یې په اسانۍ وګټله، او په دې ډول هغه سیالۍ د دواړو لوبډلو تر منځ مساوي پای ته ورسېدې.

که د افغانستان او زمبابوې د کرېکټ لوبډلو جوړښت، د دوی د لوبې انداز او لوبغاړي یې سره پرتله شي نو توپیرونه یې ډېر دي.

دغه دواړه لوبډلې په ۲۰۱۴م کال کې سره مخامخ وې

د عکس سرچینه، 2014

د عکس تشریح، دغه دواړه لوبډلې په ۲۰۱۴م کال کې سره مخامخ وې

افغانستان چټک توپ اچوونکي لري.

شاه پور ځدران، حمید حسن او دولت ځدران د افغانستان تېز او مهم توپ اچوونکي دي او د ځینو لویو او تکړه لوبډلو سره په لوبه کې ښه ځلېدلي.

په پرتلیز ډول د زمبابوې لوبډله د چټکې توپ اچونې لپاره نه پېژندل کېږي.

د افغانستان توپ وهونکي تېزه لوبه خوښوي او د شپږيزو وهلو مینه وال دي.

د زمبابوې لوبډله بیا په پام لوبه کوي او یو څه محافظه کاره ده.

زمبابوې د افغانستان په پرتله د نړیوالو لوبو خورا ډېره تجربه لري او په کور کې هم لوبېږي نو ښايي دا ورته ګټه وکړي.

د یو ورځنیو لوبو مهالوېش

د شل اوره لوبو مهالوېش