د افغان معلولينو کرېکټ لوبډله کابل ته ستنه شوې

د عکس سرچینه، AIB
افغان لوبډله د سره صليب نړيوالې کمېټې له خوا د معلولينو د کرېکټ شل اوريزو نړيوالو سياليو کې له برخې اخيستو وروسته کابل ته رسېدلې ده.
په دغو سياليو کې افغان لوبډلې کوربه هېواد بنګله دېش ته پر دريو وېکټو ماته ورکړې وه.
د معلولينو کرېکټ په دې سياليو کې افغانستان له پاکستان، انګلستان، هندوستان او بنګله دېش سره لوبې وکړي چې ويې کولای شوای بنګله دېش ته ماته ورکړي.
له پاتې نورو لوبډلو سره هم افغانستان ښه مسابقه وکړه خو په دې و نه توانېدل چې لوبې ترې وګټي.
د معلولينو کرېکټ شل اوريزه نړيواله سيالي انګلستان لوبډلې وګټله.
د افغان لوبډلې د هرکلي لپاره مراسم نيول شوي وو، چې د افغانستان کرېکټ بورډ رييس نسيم الله دانش هم په کې ګډون کړی و او د لوبډلې د لاسته راوړنو ستاينه يې وکړه.




