د افغانستان د معلولینو کرېکټ لوبډلې بنګله دیش ته ماته ورکړه

د معلولینو کرېکټ په نړيوالو سياليو کې دا د افغان لوبډلې لومړۍ بريا ده.
د عکس تشریح، د معلولینو کرېکټ په نړيوالو سياليو کې دا د افغان لوبډلې لومړۍ بريا ده.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې له خوا د معلولینو نړیوالو سیالیو په ترڅ کې نن (سپتمبر اوومه) د افغانستان د معلولینو ملي لوبډلې د بنګله دیش ټیم ته ماته ورکړه.

افغانستان په لوبه کې پر دریو وېکټو بریا لاسته راوړه.

د لوبې پچه د بنګله دیش لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه.

دوی په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ١١٩ مڼدې جوړې کړې.

د افغانستان له لورې محمدالله او عبدالله دوه، دوه لوبغاړي، او طفيل او شيرين يو يو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان لوبډلې ياد هدف د لوبې په وروستي اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او لوبه يې وګټله.

محمدالله د توپ اچونې ترڅنګ په توپوهنه کې هم خپله وړتيا وښوده او ٣٢ منډې يې جوړې کړې.

محمدالله چې دوه وېکټې یې واخیستې او ۳۲ منډې یې وکړې، د سیالۍ تر ټولو غوره لوبغاړی وګڼل شو.
د عکس تشریح، محمدالله چې دوه وېکټې یې واخیستې او ۳۲ منډې یې وکړې، د سیالۍ تر ټولو غوره لوبغاړی وګڼل شو.

دغه راز سنګر ١٩، عبيدالله ١٦، اشرف ١٣ او طفيل ١٣ منډې جوړې کړې.

محمدالله د لوبې تر ټولو غوره لوبغاړى اعلان شو.

د يادونې وړ ده چې د معلولینو کرېکټ په نړيوالو سياليو کې دا د افغان لوبډلې لومړۍ بريا ده.

افغانستان به خپله بله لوبه سبا (سپتمبر اتمه) د انګلستان د معلولینو کرېکټ لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.