کرېکټ: ۱۹ کلنو افغان لوبغاړو کویت ته په اتو وېکټونو ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، Afghan Cricket Board
د اسیا کرېکټ ټولنې د ۲۰۱۵ کال ۱۹ کلنو ځوانونو غوره جام ۵۰ اوریزو سیالیو په لړ کې افغانستان خپله دوهم لوبه نن له نیپال سره کوي.
پرون په خپله لومړۍ لوبه کې افغانستان د کویت لوبډله د اتو وېکټو په ستر توپیر وپرځوله.
د کویت ټوله لوبډله په ۴۹م اوور کې پر ۱۰۴ منډو وسوځېده.
افغانستان دغه منډې یوازې په ۱۶ اورونو کې پر دوو وېکټو پوره کړې.
افغانستان د دغو سیالیو دفاعي اتل دی او د کرېکټ بورډ چارواکو تمه ښودلې چې د ځوانانو ملي لوبډله به یې د خپلې اتلولۍ دفاع وکړي.
دغه سيالۍ د مالېزیا په پلازمېنه کولالمپور کې ترسره کېږي.
په دغو سيالو کې د اسيا شپږ لوبډلې ګډون کوي چې د افغانستان او کوربه هېواد مالیزیا تر څنګ په کې د کویټ، نیپال، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي.
ويل کېږي دغه لوبې به د سپټمبر ۳ پورې دوام لري.
د افغانستان د کرېکټ بورډ وياند فريد هوتک بي بي سي ته وويل،افغان لوبډله د دغو سيالیو دفاعي اتله ده او تمه ده چې له خپلې اتلولۍ دفاع وکړي.








