هانگ کانگ په وروستي توپ افغان لوبډله ماته کړه

کرېکت

د عکس سرچینه، bbc

د عکس تشریح، افغانستان لا هم يو بل چانس لري چې نړيوالو اتلوليو ته لار ومومي

په ايرلنډ کې ترسره کېدونکې لوبه کې افغان کپتان اصغر ستانکزي پچه وگټله او خپله يې منډو ته ملا وتړله.

محمد شهزاد چټکه لوبه پيل کړه خو د ٢٠ منډو په جوړولو وسوځېد.

تر هغه وروسته کپتان اصغر ستانکزي او نوروز منگل ورو ورو د منډو د زياتولو هڅه کوله خو هانگ کانگي بالرانو د تيزې لوبې موقع نه ورکوله.

کپتان نوروز منگل د دوو شپږيزو او شپږو څلوريزو په مرسته په ٥٧ توپونو ٥٣ منډې وکړې چې تر ټولو ډيرې وې.

اصغر او سميع الله شينواري پرله پسې ٢٩ او ٢١ مندې وکولاى شوې.

هانگ کانگ له لورې حسيب امجد د ٢٨ منډو په بدل کې درې کسه وسوځول او وځلېد.

هيله دا وه چې افغان بالران به د هانک کانگ د منډو مخه ډب کړاى شي.

که څه هم حميد حسن نه و خو بيا هم افغان لوبډله پياوړې ښکارېده.

ميرويس اشرف لومړنى کس وسوځاوه خو هانگ کانگ ورو ورو د هدف په لور گام اخيست.

افغان لوبغاړو د توپونو په راټولولو کې ښه لوبه ونه کړاى شوه.

دوه کيچونه وغورځېدل او ځينې توپونه چې بايد ايسار شوي واى ونه شول.

خو بيا هم لوبه وروستي اوور او وروستي توپ ته لاړه.

په وروستي توپ چې محمد نبي اچاوه هانگ کانگ دوو منډو ته اړتيا لرله چې بيا هم د توپ ټولولو په ډگر کې سستۍ افغان لوبغاړي له بري لاس په سر کړل.

افغانستان به اوس يوه بله لوبه هم کوي که چيرې يې هغه وگټله بيا هم د ٢٠١٦ کال نړيوالو شل اوريزو اتلوليو ته لار موندلى شي.