وېمبېلډن: راجر فیډرر او نډال خپلې لوبې وګټلې

د سویس پخواني اتل راجر فیډرر په یوازې ۶۷ دقیقو او په دوو لړلوبو کې دمیر زومهور ته ماتې ورکړه.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د سویس پخواني اتل راجر فیډرر په یوازې ۶۷ دقیقو او په دوو لړلوبو کې دمیر زومهور ته ماتې ورکړه.

په بریتانیا کې د ټنېس د وېمبېلډن روانو اتلولیو په دویمه ورځ راجر فیډرر او رفایل نډال خپلې لوبې وګټلې او د سیالیو دویم پړاو ته یې لار ومونده.

د سویس پخواني اتل راجر فیډرر په یوازې ۶۷ دقیقو او په دوو لړلوبو کې دمیر زومهور ته ماتې ورکړه.

نوموړي لوبه ۶-۱ ۶-۳ وګټله او د وېمبېلډن اتلولیو دویم پړاو ته ولاړ.

پر نوموړي سربېره د اسپانیا رفایل نډال هم په اسانۍ د لومړي لوبه وګټله.

۲۹ کلن نډال چې په وروستیو کې دومره ښه نه دی ځلېدلی خپل سیال توماس بېلوسي ته په دریو لړلوبو کې ماتې ورکړه.

په ښځینه لوبغاړو کې د بریتانیا لومړی نمبر لوبغاړې هېدر وټسن خپلې سیالې کارولاین ګارسیا ته په یوه اوږده او سخته سیالي کې ماته ورکړه.

۲۳ کلنه هېدر وټسن د بریتانیا له هغو لوبغاړو ګڼل کېږي چې تمه ده په دغو سیالیو کې ډېره مخته ولاړه شي.

د نارینو په سیالیو کې د بریتانیا انډي مري هم وتوانېد خپله لومړۍ لوبه وګټي.

نوموړي د قزاقېستان میخایل کوکوشکين ته په دریو لړلوبو کې ماته ورکړه.