ټېنېس: د فرانسې پرانېستو اتلولیو د منځلوبو پړاو

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا انډي مری پرله پسې د ۱۶م ځل لپاره د ټېنېس د لویو اتلولیو منځلوبو پړاو ته ولاړ.
پر نوموړي سربېره نوواک جاکووېچ، راجر فيډرر او رفایل نډال هم د فرانسې پرانېستې سیالیو منځلوبو ته لار موندلې.
انډي مری د فرانس جېرېمي چارډي ته په نژدې درې ساعته لوبه کې ماته ورکړه او د اتو غوره لوبغاړو پړاو یا منځلوبو ته ولاړ.
نوموړی به اوس په منځلوبه کې له ډیوېډ فیرر سره سیالي کوي چې د نړۍ اووم نمبر تکړه لوبغاړی دی.
په نړیواله کچه د ټېنېس د لوبو لومړی نمبر لوبغاړی نوواک جاکووېچ به د اسپانیا له رفایل نډال سره سیالي کوي.
دواړه د ټېنېس اتل لوبغاړي دي او د مینه والو او شنونکو ټول پام به د دوی پر لوبه وي.
ښاغلي نډال چې د فرانسې پرانېستې اتلولۍ یې ۹ ځل ګټلي وویل
"له نوواک جاکووېچ سره منځلوبه به زما د لوبیز ژوند یو تر ټولو سخته لوبه وي"
د سوېټزرلنډ راجر فیډرر بیا د څلورم پړاو په سیالیو کې ګایل مونفېلز ته ماتې ورکړه او منځلوبو ته یې لار وموندله.
نوموړی به اوس د منځلوبو په پړاو کې له خپل سویسي لوبغاړي سټن واورینکا سره سیالي کوي.








