نډال د فرانسې ټېنېس پرانیستې اتلولي وګټله

د عکس سرچینه، AFP
د اسپانیې رفایل نډال د دغو سیالیو په پایلوبه کې نوواک جاکووېچ ته ماته ورکړه او په نهم ځل یې د فرانسې د ټېنېس پرانیستې اتلولي وګټله.
دا پرله پسې پنځم وار دی چې نډال د فرانسې پرانستې لوبو سیالۍ ګټي.
نوموړی لومړی لوبغاړی دی چې د ټېنېس سیالیو یوه لویه اتلولي یې نهه ځل ګټلې.
رفایل نډال په دغه لوبه کې خپل سیال نوواک جاکووېچ ته له څلور لړ لوبو وروستۍ ۳-۱ ماته ورکړه.
دغې لوبې ۳ ساعته او ۳۱ دقيقې دوام وکړ.
د اتلولۍ په ګټلو اوس رفایل نډال د ټېنېس لوبو په درجه بندۍ کې لومړی ځای لري.
تر ده وروسته په دویم نمبر نوواک جاکووېچ دی.
د سربیا لوبغاړي جاکووېچ تر دې دمه د فرانسې پرانیستې لوبو اتلولي نه ده ګټلې.
تېره ورځ د همدغو لوبو د ښځینه لوبغاړو په برخه کې ماریا شرپووا اتلولي ګټلې وه.








