شرپووا د فرانسې ټېنېس پرانيستې اتلولي وګټله

د عکس سرچینه، AFP
ماريا شرپووا د فرانسې ټېنېس پرانيستو سياليو کې سېمونا هلېپ ته په دريو سېټونو کې په ماتې ورکولو دوهم ځل دغه اتلولي وګټله.
شرپووا يو ځل بيا خپل لوبيز ځواک راويښ کړ، او د رولان ګاروس سياليو ډرامټيکه پايلوبه کې يې سېمونا هالېپ ته ماته ورکړه.
روسۍ ټېنېس لوبغاړې په پاريس کې د دريو ساعتونو او دوو دقيقو موده کې لوبه په ۶-۴، ۶-۷ (۵-۷)، ۶-۴ وګټله.
دا پرله پسې څلورمه لوبه وه، چې شرپوا په کې په ورستي سېټ کې بری خپلوي.
د فرانسې ټېنېس پرانيستې سيالۍ رولان ګاروس د څلورو لويو اتلوليو (ګرانډ سلم) له ډلې يوه اتلولي ده، چې شرپووا يې دوهم ځل ګټي. لومړی ځل يې په ۲۰۱۲ کال ګټلې وه.
په دې بري سره يې د لويو نړيوالو اتلوليو لړۍ کې د ګټلو شمېر پنځو ته رسېږي.
شرپووا له لوبې وروسته وويل "دا د ګرنډ سلم تر ټولو سخته بايلوبه وه، چې تر اوسه مې کړې، سېمونا ته دې ټول درناوی وي، دې نن له باور لوړه لوبه وکړه."
هالېپ چې ۲۲ کلنه او د رومانيا ده، کېدی شي لومړی ځل و چې د ګرانډ سلم سياليو پايلوبه کې لوبېده.
شرپووا د تېرو دوو اونيو لوبو په ترڅ په سختۍ ورسېده، خو خوشاله وه چې په لومړیو کې د امريکايۍ سېرېنا وېليمز له وتلو په ګټه د بري لپاره غوره وګڼل شي.
سره له دې چې شرپووا د لوبې اوږده تجربه لري، خو د هاليپ پرله پسې فشار له امله څو ځله له تېرو وتنو سره مخامخ شوه، خو په پای کې بری د همدې پرخه شو.
د فرانسې ټېنېس پرانيستو سياليو نارينه پايلوبه د يکشنبې پر ورځ د اسپانيا رفايل ندال او سربيا نوواک جاکوېچ ترمنځ ده.








