ماریا شراپووا یوه بله بریا تر لاسه کړه

د عکس سرچینه، Getty
د روسیې ماریا شراپووا د سربیا اناایوانویچ ته په ماتې ورکولو سره دریم ځلې اسټیټ ګارټ اوپن ټېنس سیاليو کې بریا تر لاسه کړه.
شراپووا دغه سیالي د ۳/۶ ۶/۴ او ۶/۱ په توپیر سره وګټله.
دا د نوموړې لوبغاړې د بریاوو لړۍ ۳۰ پړاو دي.
نوموړې، چې څلور ځلې یې ګرېنډ سلام اتلولي ګټلې له بریا وروسته وویل:
' د لوبې په لومړي پړاو کې مې داسې فکر کاوه، چې ښايي نن ورځ زما نه ده، خو یو نه یو ډول مې دغه سیالي وګټله'
د شراپووا په خبره' ما د کال پیل په خورا سستي سره وکړ، خو ما او لوبډلې مې د اتلولیو تر لاسه کولو لپاره خورا ډېره خواري وکړه او په داسې کولو ډېره خوښه یم.'
د سربیا انا ایونویچ د ماریا شراپووا پر وړاندې ۹ سیالیو کې اووه بایللې دی.
هغې د لوبې له بایللو وروسته وویل:
' شراپووا یوه غوره لوبغاړې ده او دا چې تاسې له لویو لوبغاړو سره مهمه لوبه کې لوبېږي، نو همداسې کېږي.
د نوموړې په خبره، د لوبې پر مهال فرصتونو نه ګټه اخیستل په کار دي او ما ونه کړل شول، چې دغه ګټه پورته کړم.








