ټینس: فېډرر په ګېري وېبر پرانیستو لوبو کې فېلېپ ته ماته ورکړه

د عکس سرچینه، EPA
راجر فیډرر د ګېري وېبر هال په پرانیستو ټینس سیالیو کې له یوې سختې لوبې وروسته په خپله لومړۍ لوبه کې جرمن لوبغاړي فېلېپ کوهلشرېبر ته ماته ورکړه.
د لوبې په لومړي پړاو کې فېډرر ۳-۵ شاته و خو وروسته بیا پر خپل سیال برلاسی شو.
د ټینس لوبو د نړیوالې درجه بندۍ د دوهمې شمېرې ۳۳ کلن لوبغاړي فېډرر پای کې لوبه ۷-۶، ۳-۶ او ۷-۶ وګټله.
سویسي لوبغاړي فېډرر تر اوسه اووه ځلې د هال سیالۍ ګټلې دي او اوس یې په ریکارډ ډول د اتم ځلې بریا چمتوالی نیولی دی.
بل خوا سکاټلنډی لوبغاړی انډي مرې خپله لومړۍ لوبه د سې شنبې پر ورځ د د تایوان له ین-سون لو سره ترسره کوي.
دا به لس ورځې وړاندې د فرانسې په پرانیستو سیالیو کې د نواک جوکویک پر وړاندې له ماتې وروسته د نډال لومړۍ لوبه وي.

د عکس سرچینه، BBC World Service
انډي مرې له اوږدې ناروغۍ وروسته لوبو ته ستون شوی دی.
نوموړي چې درې ځلې یې د ایګون اتلولۍ ګټلې، تمه لري چې سږکال غوره لوبه وکړي. تېر کال دی د وېمبلډن په منځلوبو کې پاتې راغلی و.
اسپانوی رافیل نډال چې په ۲۰۰۸ کال کې یې دغه سیالۍ ګټلې وې به د اوکراین له الیکزنډر ډولګوپولف سره مخامخېږي.
۲۹ کلن نډال د یکشنبې پر ورځ په تېرو پنځو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د مرسډیز کپ سیالیو اتلولي وګټله.








