انډرسن د ۴۰۰ لوبغاړو سوځوونکی لومړی انګرېز بالر

د انګلستان تېز توپ اچوونکی جیمز انډرسن نن (می ۲۹) د نیوزیلنډ پر وړاندې د دویمې ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ خپل د لوبیز ژوند ۴۰۰م لوبغاړی وسوځاوه.
دی اوس لومړی انګرېز لوبغاړی شو چې د کرېکټ په پنځه ورځنیو سیالیو کې یې ۴۰۰ لوبغاړي سوځولي.
۳۲ کلن جیمز انډرسن چې خپله ۱۰۴مه ټېسټ لوبه کوي په اپرېل میاشت کې د انګلستان له لوري د ډېرو لوبغاړو سوځونکو په کتار کې سر ایان بوتهم هم شاته پرېښود.
انډرسن د نړۍ په کچه ۱۲م لوبغاړی دی چې ۴۰۰ او یا یې هم له دې زیاتې وېکټې اخېستي.
د لوبې له پیل وړاندې جیمز انډرسن ۳۹۹ لوبغاړي سوځولي و، د نوموړي ۴۰۰م ښکار مارټېن ګپټېل و چې د ده په توپ ایان بېل کیچ کړ.
د هندوستان ورو توپ اچوونکی هربجن سېنګ یوازینی لوبغاړی دی چې له انډرسن یې ډېر لوبغاړي سوځولي او لا هم د کرېکټ لوبه کوي.
جیمز انډرسن په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې هم د انګلستان لپاره ۲۶۹ لوبغاړي سوځولي.




