"د فوټبال نړیوال جام سره به پرېکون وکړو"

د عکس سرچینه، Reuters
د فوټبال د اروپايي فدراسیون یوایفا مشر ویلي که د فوټبال د نړیوال فدراسیون اوسني مشر سېپ بلاټر د جمعې په ورځ (می ۲۹مه) کېدونکې ټاکنې وګټلې نو دوی به په ۲۰۱۸م کال کې کېدونکي فوټبال نړیوال جام سره پرېکون اعلان کړي.
ښاغلي سېپ بلاټر د پنجشنبې په ورځ (می ۲۸مه) ترسره شوې بېړنۍ غونډه کې له دندې د ګوښه کېدو غوښتنې رد کړې او ویې ویل چې د فیفا د مشرۍ لپاره کېدونکې ټاکنې په خپل مهال کېږي او دی به هم په کې ونډه اخلي.
د بریتانیا لومړي وزیر ډیوېډ کامرون او د اروپایي فوټبال فدراسیون مشر مایکل پلاټيني له سېپ بلاټر غوښتي چې له خپلې دندې لاس په سر شي.
بل اړخ ته بیا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین د ښاغلي بلاټر ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې نوموړی باید د پنځم لپاره هم د فیفا مشر وټاکل شي.
د مالي ملاتړو ادارو اندېښنې

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحدو ایالتونو لخوا د فوټبال نړیوالې شورا پر لوړ پوړو چارواکو د فساد له تورونو لګېدو وروسته د دغې ادارې مالي ملاتړ کونکو ( ژورې اندېښنې ) څرګندې کړې دي.
کوکا کولا ویلي، چې پر نړیوال جام د ( اوږده جنجال ) له کبله ( داغ ) پورې شوی دی.
د ۱۴ نیول شویو کسانو په ډله کې د چهار شنبې په ورځ زیوریچ کې د فیفا اووه لوړپوړي چارواکي هم نیول شوي وو.
د دغې ادارې اروپايي څانګه ( یو ایف اې اي) به په دې اړه د پرېکړې لپاره غونډه وکړي، چې د جمعې په ورځ د شورا مشرتابه ټاکنو کې برخه واخلي که نه.
فیفا د چهارشنبې په ورځ پر هغو ۱۱ کسانو د فوټبال اړوند فعالیتونو بندیزو ولګاوه، چې امریکايي محاکمه کې ښکېل دي.
خو فیفا وايي د جمعې ورځې رایې کاروونه به دوام وکړي، چې پکې به د فیفا اوسنی مشر سیف بلاټر د پنځم ځل لپاره کاندید وي.
ښاغلي بلاټر چې نوم یې هغو کسانو کې شامل نه دی، چې امریکا کې ورنه تحقیق کېږي، د امریکايي څېړنو په هکله ویلي ( فوټبال کې دغه ډول بې لارې ته ځای نه شته او موږ به ثابته کړو، چې په دغه چار کې ککړ کسان به له لوبې بهر کړو)

د عکس سرچینه، Getty
بل لور ته پر فیفا د فساد تورنو له لګېدو وروسته د اډیډاس، کوکاکولا، ویزا، سوني، ګازپروم او هونډايي/ کیا په شمول د فیفا له مهمو مالي مرستندویانو غوښتنې په ډېرېدو دي، چې پر فیفا فشار ډېر کړي.
د سویټزرلنډ څارنوالانو د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو نړیوال جام سیالیو کوربتوب ورکولو بهیر څېرنې لپاره ځانکړی تحقیق پیل کړی دی.
د چهارشنبې په ورځ د سویـټزرلنډ په زیوریچ ښار کې پولیسو د فوټبال نړیوالې شورا فیفا مشرتابه یو شمېر غړي ونیول، چې متحدو ایالتونو کې یې د فساد تورونو لړ کې وړاندې کړي.
دغو تورونو په اړه ويل کېږي، چې د تېرو شلو کلونو مودې کې د نړیوال جام سیالیو ځای ټاکنې او د خپرولو حقونو لړ کې د پراخو ټګیو برګیو اړوند دي.








