د انګلستان کرېکټ لوبډلې هند ته ماته ورکړه

د عکس سرچینه، bbc
د استراليا په درې هېواديزو کرېکټ لوبو کې انګستان، هند ته په نهو، وېکټو ماته ورکړه.
په دغو لوبو کې د هندو لوبډلې، انګلستان ته د ۱۵۴ منډو هدف ټاکلی و. انګلستان دغه منډې په ۲۸ اورو کې د يو کس په سوځېدو پوره کړې.
سټيون فين او جيمز انډريسن د هندوستان پر وړاندې نهه وېکټې واخيستې. اين بېل ۸۸ او جېمز ټېلر ۵۶ منډې جوړې کړې او سوځېدلي نه وو.
سټيون فن او جېمز انډريسن د تېز بال په کولو هند ته منډې جوړل سخت کړي و.
له دهوني او سټورټ بني پرته نورو لوبغاړو ونشوای کولای د انګلستان د تېزو توپونو مقابله وکړي.
د هندوستان لوبډله، له پيله د مشکل سره مخامخ وه. شېکر دهون په درېيم اور کې يوازې يوه منډه جوړه کړه او وسوځېده.
په ۱۹ اورونو کې د ۶۷ منډو په جوړولو د هند نيمايي لوبډله سوځېدلې وه، په دې وخت کې بني او دهوني وکولای شوای په دواړو ۷۰ منډې جوړې کړي.
د انګلستان له خوا سټيون فن پنځه او جېمز انډرېسن څلور وېکټې واخيستې.
دا په دې لوبو کې د هندوستان دويمه ماته او د انګلستان لومړۍ بريا ده. د دې پړاو لوبو کې استراليا دې دواړو لوبډلو ته په اسانۍ ماته ورکړې وه.








