کرېکټ: هند دویمه لوبه هم وګټله

د عکس سرچینه، PA
د هندوستان او سریلنکا کرېکټ لوبډلو تر منځ د روانو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په دویمه لوبه کې هم هند سریلنکا ته ماتې ورکړه.
په دغه لوبو کې اوس هند ۲-۰ مخته دی.
د لوبې پچه سریلنکا وګټله او لومړی یې د بیټېنګ کولو پرېکړه وکړه.
سریلنکا په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو پر سر ۲۷۴ منډې جوړې کړې.
د دوی په توپ وهونکو کې کپتان انجلو میتیوز تر نورو ډیرې ۹۲ منډې وکړې.
تکړه توپ وهونکي سنګه کارا هم نیمه سلیزه پوره کړه او ۶۲ منډې یې وکړې.
د هند په توپ اچوونکو کې اشوېن، پټېل یادف دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د هند لوبډلې ټاکلی هدف په ۴۴ اورونو کې د ۴ لوبغاړو پر سر پوره کړ.
د سر توپ وهونکي شیکر دون ۷۹ او ریادو سلیزه وکړه او ۱۲۱ منډې یې جوړې کړې.
په روانو لوبو کې هند تر سریلنکا ۲-۰ مخته دی.
دا د پنځو لوبو لړۍ ده او که سریلنکا غواړي چې دغه سیریز وګټي نو پاتې درې سره لوبې باید وګټي.








