کرېکټ: لومړۍ ورځ د پاکستاني توپ وهونکو وه

د عکس سرچینه، AFP
د پاکستان او اسټرالیا تر منځ د دویمې ټېسټ لوبې په لومړۍ ورځ د پاکستان توپ وهونکي برلاسي وو.
د لومړۍ ورځې تر پایه پاکستان د دوو لوبغاړ پر سر ۳۰۱ منډې جوړې کړې وې.
د پاکستان تکړه توپ وهونکيي یونس خان او اظهر علي دواړو سلیزې پوره کړې.
د ټېسټ سیریز په روانو لوبو کې دا د یونس خان پرله پسې درېیمه سلیزه ده.
نوموړي تر دې وړاندې د لومړۍ ټېسټ لوبې په دواړو پاڼیو کې سلیزې پوره کړې وې.
یونس خان له ۱۹۲۴ کال راهیسې لومړی لوبغاړی دی چې د اسټرالیا پر وړاندې یې درې پرله پسې سلیزې کړي.
د لومړۍ ورځې لوبې په پای کې یونس خان په ۱۱۱ او اظهر علي په ۱۰۱ منډو ناسوځېدلي وو.
د دواړو توپ وهونکو ترمنځ د درېیمې ویکټې لپاره د ۲۰۸ منډو ملګرتیا وشوه.
تر دوی وړاندې د پاکستان د پیل توپ وهونکی احمد شهزاد چې په لومړۍ لوبه کې یې سلیزه پوره کړې وه په ۳۵ منډو وسوځېد.
پر نوموړي سربېره محمد حفیظ هم یوازې د ۴۵ منډو پر جوړولو وتوانېد.
پاکستان تر دې وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه ګټلې وه او اوس د روانو لوبو په لړۍ کې ۱-۰ مخته دی.








