کرېکټ: پاکستان له اسټرالیا د لوبو لړۍ وګټله

د عکس سرچینه، GETTY
د پاکستان کرېکټ لوبډلې په دویمه ټېسټ لوبه کې اسټرالیا ته په ۳۵۶ منډو ماتې ورکړه او د دوو ټېسټ لوبو لړۍ یې ۲-۰ وګټله.
دا د منډو په توپیر تر اوسه د پاکستان تر ټولو لوی بری دی.
د دویمې پنځه ورځنۍ لوبې په څلرمه ورځ پاکستان له ۲۹۳ منډو جوړولو وروسته خپل وار پای ته ورساوه.
پاکستان اسټرالیا ته د لوبې ګټلو لپاره د ۶۰۲ منډو هدف وټاکه.
د هدف پوره کول د اسټرالیا لپاره خورا ګران و.
د دوی ټول لوبغاړي په ۲۴۶ منډو وسوځېدل.
د اسټرالیا په توپ وهونکو کې ډیوېډ وارنر نیمه سلیزه پوره کړه او سټیون سمېت تر ټولو ډیرې ۹۷ منډې وکړې.
د پاکستان ورو توپ اچوونکي ذولفقار بابر پنځه لوبغاړي وسوځول او یاسر شاه درې تنه وسوځول.
د پاکستان کپتان مصباح الحق د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
ده د لوبې په دواړو پاڼیو کې سلیزه پوره کړه.
مصباح الحق په ټېسټ لوبه کې د تېزې سلیزې رېکارډ هم برابر کړ.
دا تر اوسه په ټېسټ لوبو کې د منډو په توپیر د پاکستان تر ټولو لوی بری دی.
اسټرالیا تر دې وړاندې شل اوریزه لوبه او د یو ورځنیو لوبو لړۍ هم ګټلې وه خو په ټېسټ لوبو کې یې لوبه کم رنګې وه.








