کرېکټ: افغانستان اسیايي لوبو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

د عکس سرچینه، AFP
د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې د ۲۰۱۴ اسیايي لوبو د شل اوریزو کرېکټ سیالیو پاېلوبه کې خپل میچ سریلنکا ته بایلود خو د سپینو زرو مډال یې خپل کړ.
نن (جمعه، اکتوبر ۳مه) په پایلوبه کې پچه سریلکنا وګټله او بالنګ ته په مناسب پېچ یې لومړی خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان بالرانو د سریلنکا د ملي لوبډلې د پیاوړي توپ وهونکو په وړاندې په زړه پورې بالنګ نندارې ته وړاندې کړ.
د سریلنکا ټوله لوبډله چې په کې د ملي ټیم ترانګا، چندیمل، تېرامانې او جیون مینډیس په څېر تکړه توپوهونکي شامل و، په ۱۹،۱ اورونو کې یوازې پر ۱۳۳ منډو وسوځېده.
د افغانستان له خوا لوبډلمشر محمد نبي په زړه پورې بالنګ نندارې ته وړاندې کړ او په ۳،۱ اورونو کې یې د ۱۸ منډو په بدل کې ۴ وېکټې تر لاسه کړې.
د نبي تر څنګ ګلبدین نایب هم ښه بالنګ وکړ او په ۴ اورونو کې یې یوازې ۱۶ منډې ورکړې او د سریلنکا ۲ لوبغاړي یې وسوځوله.
د سریلنکا له خوا تېرامانې په ۳۷ توپونو ۵۷ او چندیمل په ۲۷ توپونو ۳۳ منډې وکړې.
داسې برېښېده چې د افغانستان توپوهونکي د ۱۳۴ منډو هدف د ترلاسه کولو وړتیا لري.
خو دوی د سریلنکا د پیاوړو توپ اچونکو مخې ته و نه شو درېدلی.
د افغانستان توپ وهونکو یو ځل بیا نهیلې کونکی بیټنګ وکړ او ټول ټیم په ۱۷،۴ اورونو یوازې پر ۶۵ منډو وسوځېد.
تر ټولو ډېری منډې په کې د نجیب تره کي په ۱۶ توپونو ۱۷ منډې وې.
په پایلوبه کې د بایلاد سربېره افغانستان په نیمه پایلوبه کې د هانګ کانګ لوبډلې ته ماته ورکړې وه او په دې ترتیب یې په اسیايي لوبو کې د سپینو زرو مډال وګاټه.
افغانستان تېر ځل هم د ۲۰۱۰ کال په اسیايي لوبو کې د سپینو زرو مډال ګټلی و.
هغه مهال یې نیمه پایلوبه کې پاکستان ته ماته ورکړې وه خو پایلوبه یې له سختې سیالۍ وروسته بنګله دیش ته بایللې وه.








