د سنيل ناراین د توپ اچونې انداز هم ناسم وبلل شو

د عکس سرچینه، AFP
د ویسټ انډیز سپېن بولر (ورو توپ اچوونکی) سنیل ناراین هم د هغو لوبغاړو په لېست کې ور اضافه شو چې دا مهال د لوبڅارانو تر ضربین لاندې دي.
سنیل ناراین د ویسټ انډيز ورو توپ اچوونکی دی او د هند پرېمیر لیګ او چیمپینز لیګ په لوبو کې د کولکته نایټ رایډرز لپاره لوبه کوي.
د کولکته نایټ رایډرز او ډولفېنز تر منځ په لوبه کې لوبڅارانو د نوموړي د توپ اچونې پر انداز نیوکه وکړه او د کرېکټ نړیوالې شورا نه یې د بیا کتنې غوښتنه وکړه.
شمس الدین، انیل چوهدري او کمارا دهرماسېنا چې د لوبې درې لوبڅاران و د نوموړي له توپ اچونې خوښ نه ښکارېده.
دوی په ځانګړي ډول د نوموړي په تېز توپ نیوکه کړې.
په دغه لوبه کې ناراین په څلورو اورونو کې ۳۳ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.
ناراین څلورم داسې لوبغاړی دی چې د چیمپینزلیګ لوبو پر مهال د لوبڅارانو تر نیوکو لاندې رغلی او اي سي سي ته رپوټ شوی.
تر نوموړي وړاندې دپاکستان محمد حفیط او عدنان رسول او د ډولفېنز سراین پر توپ اچونې نیوکه شوې.
ناراین به وکړای شي تر هغې چې د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري کومه پرېکړه نه وي شوي خپلې لوبې ته دوام ورکړي.








