کرېکټ: هند انګلستان ته ستره ماته ورکړه

د عکس سرچینه، BBC World Service
نن (چارشنبه، اګست ۲۷ مه) د هند او انګلستان تر منځ د پنځو یو ورځنېو لوبو د سیریز په دوهمه هغه کې هند د سورېش رېنا د شانداره سلیزې پر مټ انګلستان ته پر ۱۳۳ منډو ستره ماته ورکړه.
دغه راز هند په سیریز کې د ۱-۰ برلاسی تر لاسه کړ.
د دوشنبې پر ورځ (د اګست ۲۵ مه) د سیریز لومړی میچ د باران له کبله تر سره نه شو.
د لوبې پچه انګلستان وګټله او ممکنه باران او بالرانو ته د پیچ مناسب حالت ته په پام سره یې لومړی د بالنګ پرېکړه وکړه.
د انګلستان دغه پرېکړه په پیل کې سمه ښکارېده ځکه په اته اورونو کې یې د ۱۸ منډو په بدل کې د هند د سر دوه لوبغاړي وسوځول.
خو تر دې وروسته د هند پاتې بیټسمینانو ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
روهیت شرما پر ۸۷ توپونو ۵۲ منډې او د هند کپتان اېم اېس دهوني پر ۵۱ توپونو ۵۲ منډې وکړې.
خو د هند په بیټنګ کې د سورېش رېنا لوبه ډېر د پام وړ وه. د یوازې پر ۷۵ توپونو د ۳ شپږیزو او ۱۲ څلوریزو پر مټ په زړه پورې سلیزه پوره کړه.
هند انګلستان ته په ۵۰ اورونو کې د ۳۰۵ منډو هدف وټاکه خو د لنډې مودې د باران له کبله د انګلستان هدف په ۴۷ اورونو کې ۲۹۵ منډې وټاکل شو.
د هند د دومره ډېرو منډو یو لامل د انګلستان ضعیفه بالنګ هم و. د دوی تېز بالر کریس جورډن په لسو اورونو کې ۷۳ منډې ورکړې او هیڅ وېکټه یې تر لاسه نه کړه.
هند په وروستیو ۱۳ اورونو کې د چټکې لوبې پر مټ ۱۳۳ منډې وکړې.

د عکس سرچینه، BBC World Service
د انګلستان له خوا کریس ووکس په لسو اورونو کې د ۵۲ منډو په بدل کې د هند ۴ لوبغاړي وسوځول.
په ۴۷ اورونو کې د ۲۹۵ منډو ستر هدف په ځواب کې د انګلستان ټول ټیم یوازې پر ۱۶۱ منډو غلی شو.
د انګلستان له لوري تر ټولو ډېرې منډې ۴۰ وې چې الیکس هېل د ۶۳ توپونو په وهلو وکړې.
که څه هم د انګلستان پیل ښه و او په لسو اورونو کې یې پر ۵۴ منډو هیڅ لوبغاړی نه و سوځېدلی خو تر دې وروسته یې بیټسمینانو نه لاره ورکه شوه او په ۳۱ منډو کې یې د سر پنځه لوبغاړي وسوځېدل.
په بالنګ کې د هند له خوا رویندرا جدېجه د انګلستان ۴ او محمد شمي او آر اشوین ۲، ۲ لوبغاړي وسوځول.
د پنځو یو ورځینو میچونو سیریز دریمه لوبه به د شنبې پر ورځ (اګست ۳۰ مه) په ناټینګم لوبغالي کې ترسره شي.
د یو ورځنیو میچونو نه وړاندې هند او انګلستان د پنځو ټیسټ (پنځه ورځنۍ لوبې) میچونو سیریز درلود چې انګلستان ۳-۱ وګاټه.








