فوټبال: ریال ماډرېډ سېوېلا ته ماته ورکړه

د عکس سرچینه، Getty
د اروپايي فوټبال اتل کلب ریال ماډریډ تېر ماښام د سوپر کپ په لوبه کې سېوېلا ته ۲-۰ ماته ورکړه او اتلولي یې وګټله.
د ریال مادرید له خوا د دوی تکړه بریدګر لوبغاړي کرسټیانو رونالډو دوه ګولونه وکړل.
دا د سږني لوبیز کال تر پیل د مخه د ریال ماډرېډ لومړی کپ دی چې و یې ګاټه.
په لوبه کې له پیله ریال ماډرېډ پر سیالې لوبډلې برلاسې و. د لوبې په لومړۍ نیمايي کې رونالډو وتوانېد چې د ګرېټ بېل ښکلی پاس په ګول بدل کړي.
د لوبې په ۶۵ مه دقیقه کې کریم بنزېما د سېوېلا په ګول برید وکړ خو بریالی نه شو. له دې یوازې څو شیبې وروسته رونالډو دویم ګول وکړ او خپله لوبډله یې دوه صفر مخته کړه.
د سېوېلا لوبډله د لوبې تر پایه ونه توانېده چې د ریال ماډرېډ دفاع ماته کړي.
د تېر ماښام په لوبه کې د رونالډو او ګرېټ بېل تر څنګ د ریال مادرید دوه نوي پېرل شوي لوبغاړي کولمبیایی جېمز روډریګز او جرمنی ټوني کروز هم ولوبېدل.
د اټکل له مخې د ریال ماډرېډ د تېر ماښام لوبډلې ارزښت شاوخوا ۶۰۰ مېلیون ډالره و.
یوازې د دوی درې منځ ډګري لوبغاړي ګرېټ بېل، رونالډو او جیمز روډریګز ۴۵۰ مېلیون ډالره ګډه بیه لري.
د ریال ماډرېډ روزونکي کارلو انچېلاتو هوډ څرګند کړی چې په سږني لوبیز کال کې به یې لوبډله وتوانېږي چې شپږ واړه اتلولۍ وګټي.
ګرېټ بېل هم تېره ورځ تر لوبې د مخه په مرکه کې ویلي وو چې لوبغاړي یې چمتو او هیله من دي چې په سږني لوبیز کال کې ګڼ جامونه وګټي.








