کرېکټ کې د سرو او ژیړو کارتونو کارونې بحثونه

د نړۍ د نورو لوبو سره په پرتله د کرېکټ لوبڅار (امپایر) دا واک نه لري چې یو لوبغاړی د ناوړه چلند له امله له میدانه بهر کړي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د نړۍ د نورو لوبو سره په پرتله د کرېکټ لوبڅار (امپایر) دا واک نه لري چې یو لوبغاړی د ناوړه چلند له امله له میدانه بهر کړي.

د فوټبال په څېر د کرېکټ په لوبه کې هم د شنونکو تر منځ د سرو او ژېړو کارتونو د کارولو پر سر بحثونه روان دي.

د انګلستان او هند تر منځ په ټرینټ بریج کې د لومړي ټیسټ میچ پر مهال د انګلیس بالر جیمز ایڼدرسن او هندي آل راوڼدر (بالر او بیټسمین) رویندرا جدېجه ترمنځ له لانجې وروسته د کرېکټ لوبې ځینې شنکونکي په دې اند دي چې د کرېکټ په لوبه کې د لوبغاړو د ناوړه چلند پر وړاندې جدي غبرګون نه ښودل کېږي.

د نړۍ د نورو لوبو سره په پرتله د کرېکټ لوبڅار (امپایر) دا واک نه لري چې یو لوبغاړی د ناوړه چلند له امله له میدانه بهر کړي.

خو له لوبې وروسته د آی سي سي له لوري ټاکل شوی میچ ریفري کولی شي چې دغه ډول لوبغاړو ته سزا ورکړي او یا یې جریمه کړي.

شنونکي په دې اند دي چې د فوټبال په څېر کرېکټ کې هم باید لوبڅار ته دا واک ورکړل شي چې د لوبغاړو تر منځ د کوچنیو لانجو د سملاسي هواري لپاره د لوبې په جریان کې سره او ژیړ کارتونه وکاروي.

خو آیا دا ډول بدلون به د کرېکټ د اصلي روحیې د بدلولو په معنا نه وي؟

د آی سي سي او ایم سي سي (مریلیبون کرېکټ کلب) په سږني غونډو کې هم پر دې مسله بحثونه شوې دي.

د کرېکټ تبصره کونکی (کمېنټېټر) پرکاش واکینکر

د کرېکټ تبصره کونکی پرکاش واکینکر د انډرسن او جدېجه لانجې ته په اشاره وویل چې د کرېکټ لوبه به تر هغې له دغه ډول پېښو خلاصه نه شي چې لوبڅارانو ته د لوبې په جریان کې د مداخلې واک اختیار نه وي ورکړل شوی.

نوموړي وویل: "موږ داسې یوه سیستم ته اړتیا لرو چې لوبغاړو ته د بد اخلاقۍ په صورت کې سخته سزا ورکړي. لوبغاړي باید په دې وپوهېږي چې که د لوبې پر مهال یې ناوړه چلند وکړ نو سزا به ورکړل شي. او که خپل دغه ډول چلند ته یې ادامه ورکړه نو سزا به یې هم په پرتلیز ډول زیاتېږي".

واکینکر وايي: "د دغه ډول یوه سیستم را منځ ته کولو لپاره لا نور وخت او بحثونو ته اړتیا ده خو زما سپارښتنه دا ده چې که کوم بالر په پرله پسې ډول له کوم بیټسمین سره سخته ژبه کاروي نو ده ته باید ژیړ کارت ورکړل شي".

نوموړي زیاته کړه چې د کرېکټ په لوبه کې سپکې سپورې او ښکنځلې هیڅ ځای نه لري.

د انګلستان پخوانی بالر سټیف هارمیسن

خو د انګلستان پخوانی بالر سټیف هارمیسن بیا په دې اند دی چې د کرېکټ په لوبه کې د سرو او ژیړو کارتونو کارول به دغه لوبې ته تاوان وکړي.

نوموړی وویل: "تر هر څه د مخه به دا د کرېکټ لوبڅارانو واک ضعیفه کړي ځکه د سرو او ژیړو کارتونو په کارونې لوبڅار قوي نه برېښي. چارواکي باید د لوبڅارانو د قوي کولو لپاره د کارتونو پر ځای نور اړین ګامونه پورته کړي".

هارمیسن زیاته کړه چې د انډرسن او جدېجه لانجه لوبڅارانو نه وه لیدلې ځکه نو دوی ته د دغې لانجې پر سر د سور یا ژیړ کارت ورکول شونې نه و.

نوموړی وايي چې د لوبې پر مهال شخصي تیری او سختې خبرې دوه جلا څیزونه دي، په دې معنا چې بالران کولی شي د لوبې ګرمولو او لا جالبولو لپاره بیټسمین ته یوه نیمه سخته خبره وکړي خو د شخصي تیري او ناوړه چلند حق نه لري.