سچن ټنډولکر، د هند د پارلمان ناسوب غړی

د عکس سرچینه، Reuters
د بي بي سي خبریال سوتیک بسواس لیکنه:
دوه کاله وړاندې د هند د کرېکټ لوبې پخوانی اتل لوبغاړی سچن ټنډولکر د حکومت له خوا په افتخاري ډول د هند پارلمان راجیه سبها (مشرانو جرګې) ته ونومول شو.
هغه مهال دې کار ته په اشاره، یوې ورځپاڼې لیکلي وو چې "خدای (هندیان سچن ټنډولکر د کرېکټ خدای بولي) نوی کور پېدا کړی".
دغه ورځپاڼې، لکه چې د راتلونکې د ستونزو په اړه له وړاندې خبره وه، دا هم ویلي وو چې هندیان ښایي د حکومت د دغې پرېکړې هرکلی وکړي خو پایله به یې مثبته نه وي.
د ورځپاڼې په وینا، هغه مهال ټنډولکر د کرېکټ یو فعاله لوبغاړی و چې هر کال به یې تر ۲۰۰ ډېرې ورځې د کرېکټ په میدان کې تیرولې.
ځکه نو له خلکو سره دا وېره وه چې ټنډولکر ښايي د پارلمان دندې ته په کافي توګه وخت پیدا نه کړي.
او د خلکو وېره او اندېښنه رښتیا شوه.
د هند د پارلمان پر سر شوې یوه څېړنه ښیي چې ټنډولکر سږ کال ان د پارلمان یوې غونډې ته هم نه دی راغلی.
تېر کال یې بیا یواځې په دریو غونډو کې برخه اخیستې وه خو په بحثونو کې یې ګډون نه و کړی.
په عمومي ډول د هند د پارلمان د غړو د حاضرۍ کچه ۷۷ سلنه ده خو ټنډولکر تر دوی ډېر شاته پاتې او پارلمان کې یې د حاضرۍ کچه یوازې ۳ سلنه ده.

د عکس سرچینه، BBC World Service
ټنډولکر د تېر کال نومبر میاشت کې د ۲۴ کلونو لوبې وروسته له کرېکټ څخه تقاعد وکړ خو د دې سربېره یې پارلمان کې شتون نه تر سترګو کېږي.
ځکه نو واضحه ده چې دی یا پارلمان ته وخت نه لري او یا یې ورته زړه نه کېږي.
د هند په هر پارلمان کې شاوخوا دولس نومیالي هندیان د ادبیاتو، ساینس، هنر او ټولنیزو خدمتونو په برخو کې د خپلو لاسته راوړنو، ځانګړو پوهو اوعملي تجربو په خاطر په افتخاري ډول پارلمان ته نومول کېږي.
د ۱۹۵۲ کال را پدېخوا تر اوسه تر۲۰۰ ډېر هندي پوهان، ډاکټران، لیکوالان، ژورنالیستان، شاعران، هنرمندان او ټولنیز کارکونکي په افتخاري ډول د دې هېواد پارلمان ته نومول شوي دي.
خو د ټنډولکر په ګډون له دغو افتخاري غړیو څخه ډیریو یې د پارلمان او مشرانو جرګو په غونډو کې د پام وړ کار نه دی کړی.
سره له دې، تېرو کلونو کې د هند پارلمان یو محدود شمېر داسې افتخاري غړي هم درلودل چې د خپلې پارلماني دندې پر مټ یې یو لړ مهم کارونه کړي دي لکه:
- په ۱۹۵۳ کال کې نڅاګرې روکمیني دېوي اروندالې د څارویو پر وړاندې د ظلم او زیاتي پر ضد د هند په پارلمان کې د قانون د یوې مسودې په وړاندې کولو کې مهم رول ولوباوه.
- <pullOut><quote><quoteText>د هند په هر پارلمان کې شاوخوا دولس نومیالي هندیان د ادبیاتو، ساینس، هنر او ټولنیزو خدمتونو په برخو کې د خپلو لاسته راوړنو، ځانګړو پوهو اوعملي تجربو په خاطر په افتخاري ډول پارلمان ته نومول کېږي.</quoteText></quote></pullOut> په ۱۹۵۲ کال کې نومیالي هنرمند پریتوي راج کپور د پارلمان غړو ته په خپله وینا کې د یوه داسې ملي تیاتر د جوړولو پر سر ټینګار وکړ چې خلکو ته د "ناستې ولاړې، کړو وړو او ښو اخلاقو" لارې چارې وښيي.
- په ۱۹۷۳ کال کې کارتون جوړونکي ابو ابراهم ځینو وچکالۍ ځپلو سیمو ته د خپل سفر په تړاو په فصیح ژبه وینا وکړه.
- د هند یو د تر ټولو نومیالی لیکوال آر کی نراین پارلمان ته په خپله لومړنۍ وینا کې د ښوونځیو د زده کونکو د درنو بکسونو په اړه خبرې وکړې. نوموړي ويلي وو: "د ښوونځیو د دغو درنو بکسونو له کبله د ډیرو ماشومان ملاوې کږېږي. زه داسې ماشومان پېژنم چې له همدې امله ورته د ملا سخت تکلیفونه پیدا شوي دي".
خو ټنډولکر تر اوسه پارلمان کې خبرې نه دي کړې.
ځینې خلک پارلمان کې د ده پر غیر حاضری غوصه هم دي.
یوه لیکوال د ټوکې په ډول لیکلي وو: "که ټنډولکر پارلمان کې کار نه کوي نو غړیتوب یې ما ته راکړئ".
تاریخ پوه راماچندرا ګوها چې پر کرېکټ یې ډیرې لیکنې کړې ویلي چې پارلمان کې د دغه اتل لوبغاړي غیر حاضري خواشینونکې ده او دا چې دغه کار د ټنډولکر له شخصیت سره نه ښایي.
ښاغلي ګوها ویلي: "د کانګریس ګوند د ټاکنو له مودې نه لږ وړاندې ټنډولکر پارلمان ته ونوماوه. او زه فکر کوم د دوی دغه کار سیاسي موخه درلوده. دوی غوښتل چې په دې کار سره په هند کې د کرېکټ لوبې د مینه والو ملاتړ تر لاسه کړي. زه په دې بارو یم چې ټنډولکر باید د پارلمان د غړیتوب وړاندیز نه وی منلی. هغه د پارلمان کار ته هیڅ جوړ نه دی او په دې برخه کې پاتې راغلی".
په یو حساب، ښاغلی ګوها رښتیا وايي. ټنډولکر د خپلو ځینو نورو د کرېکټ لوبې د ملګرو لکه راهول ډرېوید سره په توپیر ډېرې خبرې نه کوي او د لوبې په اړه یې هیڅکله هم خپل نظرونه نه دي ډاګیزه کړي.
ټنډولکر په پارلمان کې د خپلې غیرحاضری په اړه څه نه دي ويلي. ما هڅه وکړه مدیر ته یې زنګ ووهم خو ځواب یې را نه کړ.
دوه کاله وړاندې، د ۲۰۱۲ کال د جون په میاشت کې د لوړې پر مهال ټنډولکر ویلي وو: "زه غواړم پارلمان کې د لوبو سره پر تړلي مسلو خبرې وکړم".
هند یې د خبرو په انتظار کې دی.








