د فوټبال نړیوال جام: سویس اېکواډور مات کړ

د توپ کنټرول ۶۲ سلنه د سویس لوبغاړو سره و او دوی د اېکواډور په ګول ۱۷ بریدونه وکړل
د عکس تشریح، د توپ کنټرول ۶۲ سلنه د سویس لوبغاړو سره و او دوی د اېکواډور په ګول ۱۷ بریدونه وکړل

د فوټبال د ۲۰م نړیوال جام په څلورمه ورځ د اي ګروپ په لومړۍ لوبه کې د سویس لوبډلې اېکواډور ته ۲-۱ ماته ورکړه.

د سویټرزرلینډ هیرېس سېفروویچ د لوبې په وروستیو دقیقو کې د روډریګز په توپ ګول وواهه او خپله لوبډله یې بریالۍ کړه.

تر دې وړاندې د لوبې لومړی ګول په ۲۲مه دقیقه کې د اېکواډور لوبغاړي انیر ویلنسیا وکړ او خپله لوبډله یې مخته کړه.

د لومړۍ نیمايي تر پایه د اېکواډور لوبډله یو ګول مخته وه.

د لوبې د دویمې نیمایي له پیل درې دقیقې وروسته د سویټرزلینډ ایډمیر محمدي ګول وکړ او لوبه یې برابره کړه.

په ټوله لوبه کې د سویس لوبډله برلاسه ښکارېده، د توپ کنټرول هم ۶۲ سلنه د سویس لوبغاړو سره و او دوی د اېکواډور په ګول ۱۷ بریدونه وکړل.

نن د اي ګروپ په دویمه لوبه کې فرانس او اندوراس سره مخامخ دي.

د نن ورځې په درېیمه لوبه کې بیا ارجنټاین له بوسنیا هرزګوینیا سره لوبه کوي.